Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لښکرګاه(پژواک ۸غويى۹۳): د هلمند د سولې عالي شورا رييس وايي، چې ددغه ولايت  پخواني جهادي مشران بايد خپل پخواني مخالفتونه له منځه يوسي.

حاجي فضل باري فياض دا څرګندوني د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د غويي اتمه د نمانځغونډې پر مهال وکړې.

هغه ، د کومې ځانګړې ډلې نوم ياد نکړ، خو ويې ويل، اوس هم د ځينو جهادي مشرانو تر منځ   سياسي مخالفتونه او دښمنۍ شته دي.

نوموړي وويل:(( جهادي مشران دې خپلې دښمنۍ او سياسي مخالفتونه نوي نسل او اولادونو ته نه پرېږدي، چې دغه عمل به بيا د هېواد د بدبختيو لامل شي.))

د سولې د ولايتي کمېټي مشر وويل هغه مخالفتونه ، چې دوى يې د تنطيم، ژبې او يا هم د سمت پالنې له امله لري ، سياسي حل لاره  دې ورته  پيداکړي.

بله خوا د هلمند مرستيال والي  احمد مسعود بختور په ياده غونډه کې په افغانستان کې د مجاهدينو د قربانيو او هڅو ستاينه وکړه.

دده په وينا، د مجاهدينو قربانيانو نه يواځې افغانستان له يرغلګرو څخه خلاص کړ، بلکې نړۍ يې هم د پخواني شوروي له  يرغل څخه وژغورله.

په همدې غونډه کې پخواني امنيه  قوماندان او جهادي مشر عبدالرحمن جان صابر وويل، دوى جهاد  د خداى  د رضا لپاره او د هېواد د ازادۍ لپاره کړى دى.

نوموړي زياته کړه،  د سولې د برياليتوب لپاره  هر ډول هڅواو همکاريو ته چمتو دى.

دا په داسي حال کې ده، چې په هملند ولايت کې د جهادي مشرانو د مخالفت له امله د غويي د اتمې نمانځغونډې په دوه بېلابېلو ځايونو کې ترسره شوې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.