Language

د ظفر په نامه پيل شوي عمليات د غزني نورو سيمو ته غځېږي

غزني ښار(پژواک ۸ غويى ۹۳) : د غزني امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د ظفر په نامه پيل شويو علمياتو کې ډېرې سيمې د وسله والو له  شتون څخه پاکې شوې.

د۲۰۳ تندر قول اردو ددرېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني پژواک ته وويل، چې له څو ورځو راهيسې يې په مقر، قره باغ، اندړ او ګېرو ولسواليو کې د ظفر په نامه عمليات پيل کړي دي.

سلطاني وايي، چې په دې عملياتوکې د څو طالب قوماندانانو په ګډون شاوخوا ٣٠ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو شمېر يې ژوندي نيول شوي دي.

دى زياتوي :(( دا عملياتو د ګډو پوځيانو له لوري څو اوونۍ مخکې پيل شوي او لا هم روان دي،په پلان کې لرو، چې په راتلوونکو درېيو ورځو کې  يې نورو  ولسواليو ته هم وغځوو.))

دغزني داندړو ولسوال محمدقاسم دېسيوال پژواک ته وويل،چې دغو عملياتو په ياده ولسوالۍ کې ښې پايلې لري او امنيتي ادارې بايد دغلته خپلې پوستې هم ډېرې کړي.

دېسيوال وايي: (( کله، چې په يوه سيمه کې عمليات وشي وسله وال وتښتي، خو د ځواکونو له تګ وروسته طالبان بېرته راګرځي ،ددغه کار د مخنيوي لپاره بايد دايمي پوستې جوړې شي.))

بله خوا د ګېرو ولسوال عبدالله خيرخواه پژواک ته وويل،تراوسه په دې تړاو معلومات نلري، چې دلته دې پوځي عمليات روان وي، خو په وينا يې، چې په دې وروستيو کې امنيتي وضعيت ښه شوى دى.

خو ددې ولسوالۍ د شېلې د سيمې يوه اوسېدونکي روح الله پژواک ته وويل، چې په سيمه کې له تېرو څو مياشتو راهيسې امنيتي پوستې زياتې شوي او پوځي عمليات ترسره کېږي.

 بله خوا د مقر ولسوال صاحب خان په دغه ولسوالۍ کې د پراخو عملياتو پخلي کوي او وايي، چې له دغو عملياتو سره امنيتي حالت ښه شوى دى.

ده غوښتنه وکړه، چې دا عمليات دې د يادې ولسوالۍ نورو سيمو ته هم وغځول شي.

د يادولو ده ، چې د روانې  اوونۍ له پيله تراوسه د ظفر په نامه پيل شويو عملياتو کې د پاکستانيو په ګډون زيات شمېر طالبان وژل  شوي  او نيولي شوي دي.

Related Topics