کابل(پژواک،٨ غويى٩٣):د لوګر په محمداغۍ ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د کثير الرشتوي په نوم د مسلکي زده کړو يوه لېسه پرانيستل شوه.
په دغې لېسې کې به زده کوونکو ته د کرنې، اقتصاد او ميخانيک په برخو کې زده کړې ورکول کېږي.
ددغې لېسې د پرانيستلو پرمهال د لوګر والي نياز محمد اميري وويل، چې اوسمهال په دې ولايت کې د پوهنې بهير په ښه توګه راون دى.
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې خپل بچيان دې په ياده لېسه کې شامل کړي، څو ځانګړې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي.
دغه راز د لوګر د پوهنې رييس انجنير محمد اکبر ستانکزي وويل، دا لومړى ځل دى، چې په دې ولايت کې د مسلکي زده کړو يوه لېسه پرانيستل کېږي.
ده زياته کړه، په ياده لېسه کې يواځې هغه زده کوونکي د شموليت حق لري، چې له نهم ټولګي څخه فارغ شوي وي.
ستانکزى وايي، چې په دې لېسه کې به زده کوونکو ته په مسلکي ډول د کرنې ، اقتصاد او ميخانيک په برخو کې زده کړې ورکول شي .
د يادولوده، چې په لوګر ولايت کې ټول ٢٦٦ ښوونځي شته ، چې ١٨٠ رزه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP