Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنيتي پېښو کې ٢٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار-چاريکار (پژواک ٩ غويى ٩٣): امنيتي مسوولين وايي، چې په کاپيسا او کندهار ولايتونو کې د ځينو امنيتي پېښو په ترڅ کې ٢٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار همايون رشيدي د غويي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ګډو افغان ځواکونو د دغه ولايت په نجراب ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې يې څلور وسله وال وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې په ترسره شويو عملياتو کې د وسله والو دوه قوماندانان هم وژل شوي او دوه افغان سرتېري ټپيان دي.

بلخوا د نجراب ولسوالۍ د افغانيه سيمې اوسېدونکي وايي، چې په دغو عملياتو کې دوه ماشومان وژل شوي او ١٩ نور ملکي وګړي ټپيان دي.

د لطف الله ذاکري په نوم د دې سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې په وژل شويو کې يو ماشوم او يو د ښوونځي زده کوونکى هلک شامل دي.

د هغه په وينا، ټپيان د پنجشېر ولايت روغتون ته لېږدول شوي دي.

خو د امنيه قوماندانۍ وياند دغه ادعا ردوي.

په پنجشېر ولايت کې د ايمرجنسي روغتون يوه ډاکټر اکبر جان پژواک ته وويل، چې له نجراب څخه پنځه ملکي ټپيان وروړل شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا په دې نښته کې د اوو پوليسو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى دى.

د يو بل خبر له مخې، د کندهار د ښوراوک ولسوالۍ د بالاحصار په سيمه کې د پوليسو پر يوه پوسته د وسله والو مخالفينو له خوا بريد شوی، چې په ترڅ کې يې ١٢ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياده نښته چې نږدې ٥ بجې رامنځته شوه او دوه ساعته يې دوام وکړ ، په پايله کې يې پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي، اوه تنه ټپيان شوي او ګڼ شمېر وسلې ترې پاتې شوې دي.

 

سرچينې زياته کړې، چې په دې نښته کې دوه سرحدي پوليس هم وژل شوي او يو تن يې ټپي دى.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.