Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لښکرګاه (پژواک ۹ غويى ۹۳): د هلمند ديني عالمان وايي، چې دولت او اړوند ارګانونه دې د رښتينې سولې راوستو لپاره  هلې ځلې وکړي.

ديني علماوو دغه څرګندونې د سولې د پيوستون لپاره د همکارۍ موسسې له لوري  په دغه ولايت کې د دوه ورځني علمي سيمينار  په ترڅ کې وکړې.

د ياد ولايت يوه ديني عالم مولوي عبدالقاهر په دغه سيمينار کې وويل، تر دې مهاله د سولې په برخه کې شوې هڅې ډېرې اغېزمنې نه وې.

نوموړي وويل، تر دې وروسته دې د رښتينې سولې لپاره هڅې وشي.

د سيمينار ګډونوال او د هلمند د سولې شورا غړي مولوي مهردل وويل، بهرنۍ استخباراتي لاسوهنې  د دې لامل  شوې، چې د سولې خبرې له ستونزو سره مخ شي.

ده په خپلو خبرو کې د دغو بهرنيو کړيو نومونه وانه خيستل.

هغه زياتوي، چې سوله اسلامي امر دى او كه په دې برخه كې له اسلامې اصولو سره سم هڅې ترسره شي نو  تلپاتې سوله به راشي.

د دغه ولايت يوه بل ديني عالم مولوي محمديونس موسوي وويل، چې ديني عالمانو په دې برخه كې خپل پيغامونه ښكېلوخواوو ته رسولي خو د ده په وينا، ځينې كړۍ د شخصي ګټو لپاره د سولې د خبرو پر وړاندې ستونزې جوړوي.

ده  د يادو کړيو په اړه ډېر څه ونه ويل.

بل لور ته د هلمند مرستيال والي احمد مسعود بختور وايي، چې ځينې استخباراتي كړۍ هڅه كوي، چې د اسلام  په نوم خپلې شخصي موخې ترلاسه كړي.

نوموړي په دې برخه کې له ديني عالمانو غوښتنه وکړه، چې خلکو ته عامه پوهاى ورکړي څو د ده په وينا د وسله والو د دسيسو ښکار نه شي.

د سولې د پيوستون لپاره د همکارۍ موسسې يو استازي علاوالدين رحيق وويل، له ياد سيمينار يې د سولې په تړاو د عامه پوهاوي په هدف جوړ کړى دى.

نوموړي وويل: ((علما په سوله او پخلاينه کې تر ټولو ښه رول لرلى شي.))

تر دې مخکې هم په يو شمېر ولايتونو کې مدني ټولنو او د حکومتي ادارو له ديني علماوو غوښتي وو، چې د سولې لپاره د عامه پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.