لښکرګاه-کندهار (پژواک ۹ غويى ۹۳): چارواکي وايي، چې په هلمند او کندهار کې د څلورو طالب قوماندانو په ګډون ٢٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او ٧ نور ژوندي نيول شوي دي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان د غويي په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د موسى کلا ولسوالۍ په کوندر او سياچو سيمو کې په ګډو عملياتو کې څلور وسله وال وژل شوي او ٨ نور ټپيان شوي دي.
هغه وويل، په وژل شويو کې د ملاغاوي، ملا مجيد، ملا سيد نبي او ملا محمدپه نومونو طالب قوماندانان شامل دي، چې په سيمه کې د مسافر وسله والې ډلې مهم غړي وو.
چوپان وايي، په همدې ورځ د سنګين ولسوالۍ پر لويه لاره د عامه نظم د پوليسو پر يوې پوستې طالبانو بريد کړى، چې په ځوابيه ډزو کې ٦ وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د ده په وينا، د وژل شوو وسله والو جسدونه په سيمه کې پاتې دي.
بلخوا د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د بېلابېلو عملياتو پر مهال ٧ وسله وال ژوندي نيولي دي.
د دغه ولايت له مطبوعاتي دفتره د غويي په ٩مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه کسان د ملي امنيت له لوري نيول شوي دي.
سرچينه وايي، چې نيول شويو کسانو په دغه ولايت کې وسله وال فعاليتونه کول.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې يې د څلورو پوليسو د وژلو ادعا کړې ده.