مهترلام (پژواک ٩ غويى ٩٣): په پکتيا او لغمان ولايتونو کې د وسله والو نښتو له امله درې سيمه ييز پوليس او پنځه د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه دوه نيمې بجې د لغمان د الينګار ولسوالۍ پر لويه لار د بسرام په سيمه کې وسله والو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
نوموړى وايي، چې په نښته کې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ، خو تر دې مهاله يې شمېر نه دى معلوم.
خو ځواک وويل ، چې په دې نښته کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو ټپي دى.
دى وايي ، چې ټپي د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوى او روغتيايي حالت يې تر دې مهاله ښه دى.
د يو بل خبر له مخې، په پکتيا ولايت کې د يوې نښتې پر مهال د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي ويلي ، چې دا نښته پرون د پکتيا ولايت په ډنډي پټان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، ٥٠٠ وسله والو په دې سيمه کې بريد کړى و، چې د ملي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
عظيمي وايي، چې په دې نښته کې پنځه د ملي اردو سرتېري وژل شوي، شپږ ټپيان او يو بل نادرکه شوى دى.
پرون ځايي چارواکو ويلي وو، چې په دې نښته کې تر ٥٠ وسله وال وژل شوي دي.