Language

په ننګرهار کې پوليسو درې لاريون کوونکو ته مرګ ژوبله واړوله

 جلال اباد (پژواک ٩ غويى ٩٣): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې پر لاريون کوونکو د سرحدي پوليسو له لوري ډزې شوي، چې له امله يې دوه تنه ټپيان شوي او يو وژل شوى دى.

 د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د غويي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخېلو سيمه کې يو شمېر کسانو د کانال ځمکه غصب کړې وه، چې د کانال مامورينو يې مخنيوى کړى وو.

 ده زياته کړه: ((کله چې د کانال کسانو ځمکه له غصب نه خلاصه کړه او کور يې وران کړ، يو شمېر کسانو لاريون راووېست.))

 دى وايي، لاريون کوونکي د تورخم-جلال اباد لويې لارې ته راوتلي وو، چې د سرحدي پوليسو موټر پرې راغلي وو.

 نوموړى زياتوي، لاريون کوونکو پر  پوليسو بريد کړى و ، چې د سرحدي پوليسو يوه پوليس هم پرې بريد وکړ.

 د هغه په وينا، په بريد کې يوتن وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.

 د عامې روغتيا د مرکزي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښې له سيمې ورته دوه تنه ټپيان او يو جسد ور وړل شوي دي.

 نوموړي وويل، چې په ټپيانو کې يې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

 د ننګرهار د کانال رييس انجينر زيارت ګل راحل پژواک ته وويل، چې د ثمرخېلو په سيمه کې يوه شخص د کانال ځمکه غصب کړې وه، کله چې د کانال مامورينو نوموړى شخص ونيوه او د هغه کور يې ړنګ کړ، نو يو شمېر کسانو لاريون وکړ.

 ده زياته کړه: ((موږ خپله وجيبه ترسره کړه، هغه کس مو څارنوالۍ ته معرفي کړ او کور مو ورته وران کړ.))

 د سيمې يوه اوسېدونکي ابرار الدين پژواک ته وويل، چې د کانال رياست په ځمکه کې يو شمېر کسانو کورونه جوړ کړي وو او د کانال رياست کارکوونکو په بې رحمۍ سره وران کړل.

 دى زياتوي، دوى لاريون وکړ او د لاريون پر مهال سرحدي پوليسو پر دوى ډزې وکړې، چې اووه تنه يې ټپيان او يوتن يې وواژه.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.