اسعد اباد (پژواک، ٩ غويى ٩٣): د کونړ والي وايي، چې په دې ولايت کې د تېر کال په پرتله ٨٠ سلنه کوکنار کم کرل شوي دي.
دغه څرګندونې د کونړ والي شجاع الملک جلاله د غويي په ٩مه، په نورګل ولسوالۍ کې د کوکنارو د فصل د اړولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه زياته کړه: ((سږکال موږ ته له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت له خوا په شپږو ولسواليو (نورګل، څوکۍ، خاص کونړ، سرکاڼو، شيګل او وټه پور) کې د دوه سوه هکتاره ځمکې هدف راکړل شوى دى.))
د نوموړي په وينا، دوى به هڅه کوي په يادو ولسواليو کې ياد هدف ترلاسه او کرل شوي کوکنار په کې له منځه يوړل شي.
والي جلاله زياته کړه ،له نورګل ولسوالۍ څخه يې په عملي توګه دغه کمپاين پيل کړى او په دې برخه کې يې له قومي مشرانو او ديني عالمانو څخه مرسته او همکاري وغوښته.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک ته وويل، چې د کوکنارو د اړونې پر مهال افغان امنيتي ځواکونو امنيت په بشپړه توګه نيولی او په ټولو هغو سيمو کې، چې کوکنار کرل شوي د امنيت په ډاډمنه فضا کې به يې له منځه وړي.
د نورګل ولسوالۍ يو تن مشر او کروندګر سردار خان بيا له دولت څخه وغوښتل، چې کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې ورکړي، سربندونه او ويالې دې ورته جوړې کړي .
د هغه په وينا، څو پورې چې د کروندګرو ستونزې نه وي هوارې شوې، کوکنار په بشپړه توګه له منځه نه ځي.