غزني ښار (پژواک ١٠ غويى ۹۳): د اندړو ولسوالۍ چارواکي او يو شمېر اوسېدونکي يې وايي چې سږ کال په دې ولسوالۍ کې د امنيت له ښه والي سره د بيارغونې ځيني کارونه پيل شوي دي.
د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږ کال په دې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ډېر زيان وليد او ډېرې سيمې ترې پاکې شوې.
هغه زياته کړه، چې په سيمه کې د ډاډمن امنيت تر ټينګېدو وروسته په ولسوالۍ کې د بيارغونې ګڼې پروژې پيل شوې چې يو شمېر يې بشپړې او پر نورو يې کار روان دى.
ولسوال دا هم وويل، چې په دغه ولايت کې د افغان ګډو ځواکونو له خوا چاڼيز عمليات ترسره شوي، چې له امله يې امنيت تر پخوا نور هم ښه شوى دى.
ديسي وال وايي، چې په دې ولسوالۍ کې امنيت ډېر ښه شوى نو ولايتي چارواکي او په کابل کې مرکزي چارواکي په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې ډېر نور کارونه پيل کړي دي.
د هغه په وينا، څه موده مخکې د لومړي ځل لپاره په دې ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځى فعال شو او اوس په کې لسګونه نجونې پر زده کړو بوختې دي.
ولسوال وويل، چې په يو شمېر سيمو کې د ملي پيوستون له خوا د بيارغونې پروژې د خلکو په خوښه پيل شوې دي چې له امله يې لسګونه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
د ديسي وال په وينا، د دې ولسوالۍ د امنيت په ټينګولو کې پاڅون کوونکو او سيمه ييزو پوليسو مهم رول لوبولى دى.
ده زياته کړه چې د دې ولسوالۍ خلک اوس له حقايقو خبر او له خپل حکومت سره ډېر همکار شوي دي.
بلخوا د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي هم له امنيت او د بيارغونې له کارونو خوښ دي، خو زياتوي چې مرکز بايد دې ولسوالۍ ته ډېره پاملرنه وکړي.
د دې ولسوالۍ د صاحب خان کلي يوه اوسېدونکي حميدالله پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا به هره ورځ دلته جنګونه وو، د خلکو ژوند يې تريخ او ستونزمن کړى و، خو اوس چې دلته خلکو پاڅون وکړ او وسله وال يې وشړل، نو امنيت ډېر ښه شوى دى.
هغه زياته کړه، په سيمه کې يې د بيارغونې پروژې هم پيل شوې چې د ده په ګډون ګڼو کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
ده له حکومت څخه وغوښتل چې په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې نورې پروژې هم پيل کړي.
خو د دې ولسوالۍ د زړې کلا سيمې اوسېدونکی نذيراحمد بيا وايي چې په ځينو سيمو کې اوس هم وسله وال طالبان فعال دي او خلکو ته ستونزې پيدا کوي.
د هغه په وينا، وسله وال د کليو له منځ څخه پر ملي ځواکونو ډزې کوي چې له امله يې بيا په جګړه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.