مزارشريف (پژواک ١٠ غويى ٩٣): په شمال کې د ډاياګ مسوولين وايي، چې په دغه زون کې د يادې پروسې له پيله تر دې دمه يې د وسلو ۲۴۰۰ زېرمې ترلاسه کړې او ۱۱۰۰۰ بېلابېل ډول وسله يې ټوله کړې ده.
په مزارشريف ښار کې د وري په ۱۰مه د بلخ امنيې قوماندانۍ د شمال زون د وسلې ټولونې پروسې ته ۲۱ ميله بېلابېل ډوله وسلې وسپارلې.
د وسلو سپارلو د يادو مراسمو په څنډه کې د شمال زون د وسلې ټولونې پروسې مسوول جنرال عبدالمنان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه زون کې د وسلې ټولونې پروسه په ۱۳۸۴ لمريز کې پيل شوې وه.
نوموړي زياته کړه، چې تر دې دمه يې ۱۸۵ نامسوول وسله وال قوماندانان بې وسلې کړي او عادي ژوند ته يې ګرځولي دي.
د هغه په وينا، د وسلو ۲۴۰۰ ډيپوګان يې په خپله ولکه کې راوستلي، ۱۱۰۰۰ بېلا بېل ډوله وسلې يې راټولې کړې دي او د شمال زون ۱۸ ولسوالۍ يې له وسلې تشې او د سولې په نامه نومولي دي.
خو د بلخ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن رحيمي په عمومي توګه د ډاياګ په نامه د وسلې ټولونې له روانې پروسې څخه خوښ نه و.
نوموړي د نننۍ غونډې په اړه پژواک ته وويل، چې د بلخ ولايت امنيه قوماندانۍ ۲۱ ميله بېلابېل ډول وسله د شمال زون د وسلې ټولونې پروسې (ډاياګ) ته وسپارله.
د هغه په وينا، دغه وسله ډېری د ټاکنو د روانې پروسې په ترڅ کې په بېلابېلو وختونو کې امنيتي مسوولينو ترلاسه کړې وه، چې نن يې ډاياګ ته وسپارله
خو مل پاسوال رحيمي د وسلې ټولونې د پروسې په اړه وويل: ((څومره چې لازمه وه، د شته ستونزو له امله د ډاياګ پروسه هغسې چې په کار وه، ترسره نه شوه، لا هم د وسلو ټولولو ته جدي اړتيا ده.))