غزني ښار ، ښرنه (پژواک ۱۱ غويى ۹۳) : د غزني چارواکي وايي ، چې په قره باغ ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله څلور وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
په دغه ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو له خوا د غويي په ١١مه پژواک خبرې اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دا چاودنه تېره ورځ ناوخته د قره باغ ولسوالۍ د ميروالو په سيمه کې شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې دوى د ماينونو پر جوړولو بوخت وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې چاودنه کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور يې ژوبل دي.
د يوه بل خبر له مخې په پکتيکا ولايت کې هم څلور تنه وسلوال د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.
ددې ولايت د د والي وياند مخلص افغان پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د وازېخوا ولسوالۍ د محمدخان او شموخېلو کليو ترمنځ سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړې، وسلوالو غوښتل چې په لاره ماين ښخ کړي، چې پخپله پرې چاودېدلى او څلور تنه وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.