کابل (پژواک ١١ غويى ٩٣): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اسيا په غوره ليګ سيالۍ کې خپله لومړۍ لوبه د هانګ کانګ پر وړاندې له خپلې بريا سره پيل کړه.
د شپږو هېوادونو په ګډون د اسيا د کرکټ غوره ليګ سيالۍ د غويي په ١١مه په ماليزيا کې پيل شوې.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هېواد کرکټ ملي لوبډلې د خپلې لومړۍ لوبې پچه وګټله او د هانګ کانګ لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
هغه زياته کړه، چې سيالې لوبډلې د لوبې په ۴۹ اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۶ منډې جوړې او افغانستان ته يې د ۲۱۷ منډو هدف ورکړ.
هوتک وايي، چې د ملي لوبډلې توپ اچوونکو له لوري دولت ځدراڼ ۳، امير حمزه ۳، نبي عيسی خېل ۲ او عثمان غني د سيالې لوبډلې يو لوبغاړی وسوځول.
د کرکټ بورډ وياند وويل، چې د هېواد ملي لوبډلې ياد هدف په ۴۴ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه او لوبه يې وکټله.
د افغانستان له لوري ځوان لوبغاړي عثمان غني ۷۰، سميع الله شينواری ۴۳ او حشمت الله شهيدي ۳۸ منډې جوړې کړې.
عثمان غني د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
په دغو سياليو کې د افغانستان تر څنګ، هانګ کانګ، ماليزيا، متحده عربي امارات، ماليزيا، عمان او د نيپال لوبډلو برخه ا خيستې ده.
افغانستان به د مې په دويمه له اماراتو، د مې په څلورمه له ماليزيا، د مې په ۵مه له عمان او د مې په ۷مه له نيپال سره لوبې ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP