اسعد اباد ( پژواک، ١١ غويى ٩٣ ) : د کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې ٣٥ تنو ته حرفوي زده کړې ورکړل شوې.
دغه کسان د افغانستان بيارغونې رضاکارانو ټولنې له خوا په يوولسو بېلابېلو حرفوکې روزل شوي، چې ١١٠ تنه يې ښځينه وې.
د يادې ټولنې مشر انجنير عبدالسلام صديقي ددغو کسانو د فراغت په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دوى په لومړي ځل په څوکۍ ولسوالۍ کې دا ډول پروګرام په لاره اچولى دى.
هغه زياته کړه، چې دغو بې روزګاره کسانو ته يې په ٦ مياشتو کې د بېلا بېل ډول حرفو په اړه زده کړې ورکړل شوې دي.
ده وويل، چې ددې پروګرام ١١٠ تنو ښـځو ته يې د خياطۍ او ګلدوزۍ په برخه کې زده کړې ورکړل شوې او نارينه وو ته يې په نجارۍ، رنګمالۍ،نلدوانۍ، د موټرسايــکل ترميم، مبايل ترميــم، ويلډيـــنګ کارۍ، خيـــاطۍ او نورو برخو کې روزل شوي دي.
د صديقي په وينا، ددې پروژې مالي لګښت د ملګروملتونو د کـډوالو چــارو (اي ، او، اېم) ادارې له خوا ورکړل شوی و.
ده زياته کړه، چې فارغ شويو کسانو ته په اړوندو برخو کې ټول وسايل او سامانونه هم په وړيا توګه ورکړل شول.
د کونړ د کار ټولنيزوچارو ، شهيدانو او معلولينو رييس مولوي عطاالله نوري پژواک اژانس ته وويل ، چې په دې کسانو کې معلولين او معيوبين هم شامل وو.
هغه له ګډونوالو وغوښتل ، چې له ترلاسه شوې روزنې او وسايلو سمه ګټه پورته او خپلې کورنۍ ته يوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کړي.
د محمد حکيم په نامه يوه معيوب پژواک اژانس ته وويل، چې د خياطۍ په برخه کې يې روزنه ترلاسه کړې او له دې وروسته به د خياطۍ له لارې خپلو اولادونو ته يو نمړۍ ډوډۍ پيدا کړي.