کندوز (پژواک، ١١ غويى ٩٣): تېر کال په کندوز کې د غنمو حاصلات د کم ورښت له امله لږ وو، خو د کرنې چارواکي هيله څرګندوي، چې موسمي بارانونو او د اوبو پريمانه زېرمو ته په پام سره به سږ کال د غنمو حاصلات ډېر شي.
سږ کال په کندوز کې پر څه باندې ١٧٨ زره هکتاره اوبيزه او ٤٨ زره هکتاره للمي ځمه غنم کرل شوي، په داسې حال کې ، چې تېر کال په ١٦٨ زره هکتاره اوبيزه او ٤٠ زره هکتاره للمي ځمکه غنم کرل شوي وو.
د کندوز د کرنې او مالدارۍ رييس محمد نبي رووفي وويل، چې غنم پر مرکز سربېره په علي اباد، خان اباد، دشت ارچي، کلا زال، امام صاحب او چهار درې ولسوالۍ کې کرل شوي دي.
هغه د کال په لومړيو کې پر وخت بارانونه، د اوبيزو زېرمو شتون او مساعده هوا د حاصلاتو ډېرښت د لاملونو په توګه ياد کړل او پژواک خبري اژانس ته يې وويل: ((د همدغو لاملونو په سبب به سږ کال د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله شل سلنه زيات شي.))
په دغه ولايت کې تېر کال د غنمو حاصلات له ٤١٨ زره ټنه ډېر اټکل شوي وو.
د کندوز د کرنې او مالدارۍ رييس زياته کړه، چې تېر کال له ٢٠زره ډېرو کروندګرو ته ١٢٠ ټنه اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې په مناسبه بيه وېشل شوي وو، چې د حاصلاتو په ډېرېدو کې به رول ولري.
بلخوا بيا کروندګر د سږني کال د حاصلاتو د ډېرښت په اړه خوشبين دي، خو په بازار کې د خپلو محصولاتو د پلور په اړه اندېښنې هم لري.
د دشت ارچي ولسوالۍ يوه کروندګر حضرت ګل وويل: ((دوه کاله وړاندې اصلاح شوي تخمونه نه وو راکړل شوي، له يوه جريب ځمکې مو ٩٠ منه غنم واخيستل، خو تېر کال چې تخم او سرې را ووېشل شوې، نو ښايي چې د سږني کال حاصلات مو هم لوړ شي.))
دعلي اباد ولسوالۍ يوه کروندګر ضيا ء الدين وويل، ښايي چې سږ کال به د غنمو حاصلات د اصلاح شوو تخمونو د وېش له امله ډېر وي او ټينګار يې وکړ، چې چارواکي بايد په دې برخه کې پاملرنه وکړي.
هغه زياته کړه، چې د حاصل ټولولو پر مهال يې محصولات په بازار کې په ټيټه بيه پلورل کېږي، خو خو د تخمونو او کيمياوي سرې د ترلاسه کولو پر مهال د غنمو بيه بېرته اوچتېږي او کروندګر له دې اړخه زيان ويني.
خو د کرنې چارواکي وايي، چې دوه کاله وړاندې د خوړو نړيوال سازمان WFP نږدې زر ټنه غنم له کروندګرو څخه په مناسبه بيه وپېرل او ټاکل شوې، چې سږ کال هم د دوى د غنمو د پلور په برخه کې د همکارو موسسو له خوا هڅه وشي، څو کروندګر له زيان څخه ژغورل شوي وي.
کندوز يو له شمال ختيځو ولايتونو دى، چې ٢٣٣ زره هکتاره اوبيزه او ٤٨ زره هکتاره للمه ځمکه ري.
د دغه ولايت مهم کرنيز محصولات له غنمو، وريجو، خټکيو، بادامو او پستې څخه عبارت دي، چې يوه برخه يې له هېواده بهر صادرېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP