کابل (پژواک ١٣ غويى ٩٣): ولسمشر حامد کرزي، د بدخشان د غميزي په رامنځته کېدو سره سبا (د غويي ١٤مه) ملي ماتم اعلان کړى دى.
د چارو ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشاء له لوري، نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دغه حکم له مخې به د هېواد بيرغ له هېواده بهر او دننه کې، د ملي ماتم په اعلانېدو نيمه ځوړند وي.
ولسمشر د دغې پېښې له کورنيو سره د همدردۍ تر څنګ، د هېواد له خلکو، سوداګرو، مرستندويه موسسو غوښتي، چې له خپل رنځېدلي ولس سره په دغه ستونزه کې مرسته وکړي او له هغوى ليدنه وکړي.
د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په اب باريک کلي کې، پرون د غره ښويېدنې له امله، له ٣سوه څخه ډېرې کورنۍ تر خاورو لاندې شوي او د دې سيمو خلکو ته درنه مرګ ژوبله په کې اوښتې ده.
د بدخشان ولايت سيمه ييزې سرچينې وايي، په دې پېښه له ٣٠٠ څخه تر ٥٠٠ کسانو ژوند له لاسه ورکړى، خو د خوراکي توکو نړيوال سازمان او د مرلين په نوم بريټانيايي موسسه اټکلوي، چې کېداى شي د دغې پېښې د قربانيانو شمېر ٢٧٠٠ تنو ته لوړ شي.
همدارنګه د ولسمشر کرزي د دوهم مرستيال په مشرۍ، نن يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي هم له يادې سيمې ليدنه کړې او د دغې سيمې له قربانيانو سره يې د همدردۍ تر څنګ له هغوى سره د مرستو او سرپناه جوړولو ژمنه کړې ده.