Language

د کونړ په څوکۍ کې بې ځايه شوو ته جوړ شوي کورونه وسپارل شول

اسعداباد (پژواک ١٣ غويى ٩٣): د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د کډوالو د نړيوال  سازمان له خوا بې ځايه شوو خلکو ته کورونه جوړ او ورته وسپارل شول.

د  کونړ د کډوالو چارو رييس محمد فاضل د غويي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کورونه يې پر څلورو کټګوريو وېشل شوو خلکو وېشلې دي.

هغه زياته کړه، چې په دې کې له پاکستان او ايران څخه راغلي کډوال، د طبيعي پېښو او جګړو له امله بې ځايه شوې کورنۍ شاملې دي.

د نوموړي په وينا، د ياد سازمان له خوا  ٢٣٥ کورنيو ته  کورونه جوړ شوي چې هر يو کور دوه خونې، يو تشناب او نور ملحقات لري.

فاضل وويل چې پر هر کور ٢٦٠٠ امريکايي ډالر لګښت راغلى دى.

د امانت خان په نوم يوه کډوال پژواک اژانس ته وويل چې دوى د سرپناه له ستونزو سره مخ وو او په ژمي کې يې اولادونه ناروغ شوي وو.

هغه له حکومت او نړيوالې ادارې مننه وکړه، چې دوى ته يې دغه کورونه جوړ کړل.

Related Topics