Language

ويسا: وزارت هغه مهال د کوکنارو پر ضد کمپاين پيلوي، چې حاصل ته نږدې وي

کندهار ( پژواک، ١٣ غويى ٩٣ ) : د کندهار والي وايي چې د نشه يي توکو د کرکيلې د مخنيوي يواځينۍ لاره دا ده چې د کروندګرو او باغ لرونکو زراعتي محصولاتو ته مناسب بازار وموندل شي.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا دغه څرګندونې د غويي په ١٣مه، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له پلاوي او قومي مشرانو سره په يوه غونډه کې وکړې، چې په ولايت مقام کې جوړه شوې وه.

په راغلي پلاوي کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستيال انجنير ابراهيم اظهر، د ولايتونو عمومي رئيس همايون فيضان شامل وو.

ويسا له ياد شوي پلاوي څخه وغوښتل چې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي په موخه دې د کروندګرو روا محصولاتو ته مناسب بازار وموندل شي، تر څو هغوى د نشه يي توکو کرلو ته اړ نه شي.

هغه زياته کړه، ډېرى کروندګر د اقتصادي ستونزو له امله د کوکنارو او نشه يي توکو په کرلو لاس پورې کوي، چې دا يوه لويه او جدي ستونزه ده.

نوموړي وويل: ((د کوکنارو اړولو پر ځاى دې مرکزي اداره هم په هېواد دننه او او بهر د کروندګرو او باغ لرونکو محصولاتو ته بازار پيدا کړي، له کروندګرو سره دې د تخمونو مرسته وشي او له بېلابېلو نورو لارو دې هغوى روا کښتونو ته وهڅول شي.))

والي نيوکه وکړه، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت داسې مهال د نشه يي توکو د کرلو د مخنيوي هلې ځلې پيلوي، چې کروندګرو پر خپلو ځمکو کوکنار کرلي او حاصل ته نږدې شوي وي، چې دا يې سمه لاره نه ده.

هغه غوښتنه وکړه چې د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره په کار ده چې د کوکنارو تر کرلو وړاندې اقدام وشي او له کروندګرو سره مرستې وشي.

ويسا په کندهار کې د نشه يي توکو د مخنيوي په موخه د پلي کېدونکي فوډ زون پروګرام د پلي کېدو پر څرنګوالي هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې د دغه پروګرام په چوکاټ کې دې پلې کېدونکي پروژې د ولايتي ادارې او خلکو په غوښتنه انتخاب شي، ځکه هغوى د خلکو په اړتياوو  پوهېږي.

فوډ زون پروګرام په کندهار ولايت کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي په موخه پلان شوى، چې دوه کاله په بر کې نيسي او د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې USAID له خوا تمويلېږي او ٢٠ ميليونه ډالر ورته ځانګړي شوي دي.

د فوډ زون په پروګرام کې د پرمختيايي پروژو پلي کول، د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخنيوى، کروندګرو ته د روا کښت زمينه برابرول، د نشه يي توکو د ناوړه پايلو په اړه د عامه پوهاوي زياتول او نور شامل دي.

دغه پروګرام د کندهار ښار تر څنګ په ژيړۍ، ميوند، شاوليکوټ او پنجوايي ولسواليو کې عملي کېږي، چې اوس تازه يې لومړنۍ چارې پيل شوې دي.

د کندهار والي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د دغه پروګرام د ښه پلي کېدو لپاره دې خپل مسووليت تر سره کړي.

غونډې ته د بېلابېلو ولسواليو راغليو قومي مشرانو هم غوښتنه وکړه، چې د هغوى محصولاتو ته دې بازار وموندل شي، تر څو له دې لارې د کوکنارو کرلو کچه صفر شي.

د ارغستان ولسوالۍ يوه قومي مشر  وويل چې کروندګرو په بېلابېلو ولسواليو کې زعفران، غنم او سبزيجات کرلي او دغه راز يې د انارو، انګورو او نورو مېوو باغونه جوړ کړي، خو تر دې مهاله يې محصولاتو ته هيڅ بازار نه دى موندل شوى.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستيال انجنير ابراهيم اظهر ډاډ ورکړ چې د خلکو غوښتنې به جدي نيسي او په اړه به يې عملي اقدام کوي.

هغه په کندهار کې نشه يي توکو د له منځه وړلو په موخه د کمپاين د ناوخته پيل کېدو لامل د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې وګڼلې چې دغه چاره يې ټکنۍ کړه.

خو هغه وويل چې په دغه ولايت کې د کوکنارو اړولو کمپاين دوې اوونۍ مخکې پيل شوى او تر دې مهاله ٨٦٠ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.