کندهار (پژواک ١٣ غويى ٩٣): کندهار مېشتو لسګونو خبريالانو د مې درېيمه د بيان د ازادۍ د نړيوالې ورځې په توګه ونمانځله.
دغه غونډه د کندهار پرېس کلب، په افغانستان کې د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى)، د کندهار پوهنتون د ژورناليزم د څانګې او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په ګډ زيار د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
غونډې ته په کندهار کې د نى سيمه ييز مسوول سمېع غيرتمل وويل، په کندهار کې مېشت ژورناليستان د بيان د ازادۍ نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځي، چې تېر کال د ټول هېواد په کچه د خبريالانو په وړاندې له ٧٠ تر ٨٠ د تاوتريخوالي پېښې شوې دي.
هغه زياته کړه، په دغو پېښو کې چې وهل، ګواښل او ټپي کېدل په کې شامل دي، ١٥ يې په سوېل زون او لس يې په کندهار کې ثبت شوې دي.
نوموړي دغه راز وويل، چې تېر کال د ټول هېواد په کچه ٦ تنو خبريالانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
نوموړي د هېواد په کچه د خبريالانو پر وړاندې د ځينو نورو ستونزو يادونه هم وکړه او ويې ويل، چې د دولتي چارواکو له خوا د رسينو د قانون نه مراعتول او معلوماتو ته د لاسرسي د قانون نه تصوبېدل، هغه څه دي چې د خبريالانو کاري چارې يې سختې کړې دي.
غيرتمل پر دې هم خوښي وښودله، چې د ٢٠١٤ کال له راتلو او د بهرنيانو له وتو سره دا اندېښنې وې، چې ګواکې ګڼ شمېر افغان رسنۍ به سقوط شي، خو له ښه مرغه چې نه يواځې بندې شوې نه دي، بلکې حالت يې ښه شوى دى.
د کندهار پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت مير توتاخېل هم غونډې ته په خپله وينا کې د بيان د ازادۍ پر ارزښت وغږېد او په دغه ولايت کې يې د ژورناليزم د پوهنځي جوړېدل، د بيان د ازادۍ او د ژورناليستانو د مسلکيتوب په برخه کې مهم ګام وباله.
د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس هم د بيان د ازادۍ په برخه کې د ژورناليستانو هلې ځلې وستايلې، خو ټينګار يې وکړ، چې ژورناليزم بايد د منفيتوب خوا ته يو نه وړل شي.
هغه وويل، په تېرو ديارلسو کلونو کې د بيان له ازادۍ او د مطبوعاتو له ودې سره د خلکو د شعور کچه لوړه شوې، چې په دغه موده کې څو ځلې ټاکنې او د لويو جرګو جوړېدل يې ښې بېلګې دي، چې ژورناليستانو يې په ځلولو کې هلې ځلې کړې دي.
د کندهار پرېس کلب مشر سرور اماني، که څه هم د رسنيو ډېروالى يو ښه ګام ګاڼه، خو يادونه يې وکړه چې لا هم ګڼ شمېر رسنۍ مسلکي نه دي، چې بايد په دې برخه کې يادونه وشي.
د بيان د ازادۍ په دغه نمانځغونډه کې پر يو شمېر هغو ژورناليستانو ستاينليکونه ووېشل شول، چې په خپل کاري ډګر کې يې وړتيا او مسلکيتوب ښودلى وو.