مزارشريف، کندهار (پژواک ١٤ غويى ۹۳): د شمال زون له سېلاب ځپلو سره د اذربايجان هېواد ۱۲۰ ټنه د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته مزارشريف ته ورسېده او د کندهار خلکو د بدخشان له زيانمنو سره ميليونونه افغانۍ مرسته وکړه.
دوه ورځې مخکې د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د ځمکې ښويېدنې له امله، سلګونه کسان مړه شول او سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.
دغه مرسته د غويي په ۱۴مه، د الوتکې له لارې د مزارشريف هوايي ډګر ته ورسېده او د بهرنيو چارو او سوداګرۍ وزارتونو په شتون کې د شمال زون فارياب، جوزجان او سرپل ولايت استازو ته په رسمي ډول وسپارل شوه.
د سوداګريزۍ او صنايعو چارو وزارت وياند مساپر قورقندي، د مزارشريف هوايي ډګر کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اذربايجان ۱۲۰ ټنه خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته د شمال زون فارياب، جوزجان او سرپل ولايتونو ته ځانګړې شوې ده.
نوموړي زياته کړه، په يادو توکو کې ۱۶ټنه وريجې، ۱۶ټنه بوره او خواږه، ۱۶ټنه مايع غوړي، ۲ټنه چای او ۳۲ ټن بېلا بېل ډوله مکروني شامل دي. همداراز ۴۰ټنه اوړه، ۱۷۰۰ کمپلې، ۱۷۰۰ بالښتونه او ۱۷۰۰ د خوب سيټونه هم په کې دي.
قورقندي وويل، چې دغه توکي په مساوي توګه د شمال د درېيو ولايتونو فارياب، جوزجان او سرپل پر خلکو وېشي، چې هر يوه ته يې شاوخوا ۴۰ټنه رسېږي او نن د دې ولايتونو استازو ته وسپارل شول.
په مزارشريف کې د شمال زون لپاره د بهرنيو چارو وزرات استازي خالد علمي د اذربايجان له شويو مرستو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، چې د بهرنيو چارو وزارت له خوا ټولو بهرنيو هېوادونو کې افغان قونسلګريو ته لارښوونه شوې، چې د افغانستان د وروستيو پېښو له ځپل شويو سره د مرستو د راټولولو لپاره جدي هڅې پيل کړي.
د هغه په وينا، نن په مزارشريف کې د ترکيې قونسلګري پلاوي، بدخشان ته د بېړنيو حالاتو او د خلکو د زيان معلومولو په موخه سفر کړی، چې د مرستو کولو تابيا لري.
علمي وويل، دوی هڅه کوي، چې په شمال زون کې د نورو بهرنيو ملکونو قونسلګري هم د مرستو کولو لپاره تشويق کړي.
د سوداګريزۍ او صنايعو چارو وزارت وياند مساپر قورقندي وويل، چې اذربايجان هېواد په دې هڅو کې دی، چې ډېر ژر د بدخشان ولايت د پېښې له ځپلو سره هم ورته مرستې وکړي.
د يو بل خبر له مخې، په کندهار ولايت کې د بدخشان له زيانمنو کورنيو سره د مرستې لړۍ پيل شوې او تر دې مهاله د سوداګرو، مدني ټولنو او عامو وګړو له خوا د ميليونونو افغانيو په ارزښت مرسته راټوله شوې او دغه لړۍ به تر درېيو ورځو پورې دوام ولري.
په کندهار کې يو شمېر سوداګرو په درملو، جامو او نورو خوراکي توکو بار موټر، همدا نن بدخشان ولايت ته لېږلي او ځينې مدني ټولنې او ځوانان بيا په ښار او ولسواليو کې کور په کور ګرځي او د بدخشان د زيانمنو لپاره مرستې راټولوي.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت يو شمېر ملي سوداګرو او د درمل پلورونکو اتحاديې په خپل مالي لګښت چمتو شوي درمل، جامې او نور خوراکي توکي چې په څو موټرونو کې بار وو، بدخشان ولايت ته ولېږدول.
هغه زياته کړه، د خلکو دغه مرسته همدا نن له کندهار څخه بدخشان ته پر لاره ده او ډېر به تر هغوى پورې ورسېږي.
ويسا دغه راز خبر ورکړ، چې په لسګونو ځوانانو او مدني ټولنو هم په کندهار ښار او ولسواليو کې د مرستې راټولولو لړۍ پيل کړې او د بدخشان له غم ځپلو سره خپل ملي يووالى څرګندوي.
هغه د کندهار له رسنيو مننه وکړه، چې د بدخشان له ځپلو سره د غمرازۍ په پار يې د ٢٤ ساعتونو لپاره هر ډول تفريحي خپرونې او موسيقي بنده کړې وه او خپلې ټولنې خپرونې يې د بدخشان وير ته ځانګړې کړې وې.
د بدخشان له وير ځپلو سره د مرستو په لړ کې په کندهار کې مېشت ښادمن سوداګريز شرکت د ٥ ميليونو افغانيو مرستې اعلان وکړ.
د ياد شوي شرکت استازي جانان مومن، نن مازيګر ناوخته په کندهار پرېس کلب کې په يوه غونډه کې وويل، چې د ښادمن سوداګريز شرکت مسوول حکمت ښادمن د بدخشان له زيانمنو سره د مرستې لپاره ٥ ميليونه افغانۍ ځانګړې کړي، چې ډېر ژر به ورباندې د اړتيا وړ توکي واخيستل شي او دغه ولايت ته به ولېږدول شي.
بل خوا د کندهار د مدني ټولنو لسګونو ځوانانو تر دې مهال د بدخشان له زيانمنو سره د مرستې په موخه نقدي پيسې، جامې او د اړتيا وړ نور توکي راټول کړي دي.
د مدني ټولنو د دغو ځوانانو په استازيتوب غوث الدين فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هغوى د خپلې اسلامي او ملي وجيبې پر بنسټ د بدخشان له زيانمنو سره د مرستو راټولولو کمپاين پيل کړى، چې تر راتلونکو دوو ورځو به دوام وکړي.
هغه د کندهار له خلکو مننه وکړه، چې خپلې مرستې د هغوى له لارې تر بدخشانيانو ورسوي او له هغوى سره په دې لوى غم کې ځانونه شريک ګڼي.
نوموړي وويل، همدا احساس د خلکو تر منځ د ملي يووالى ښکارندوى دى، که د هېواد په شمال کې چا ته درد رسېږي، سوېل ورباندې درمن کېږي او که په سوېل کې څوک درمن کېږي، نو شمال به پرې دردمن وي.
هغه وويل چې ډېر ژر به يو شمېر ځوانان په کندهار کې راټولې شوې مرستې په يوه موټريز کاروان کې بدخشان ولايت ته ورسوي او هلته به يې پر زيانمنو کورنيو ووېشي.
د يادونې وړ ده، چې نن په ټول هېواد کې د بدخشان د پېښې په تړاو ملي ماتم اعلان شوى و.