Language

د غزني قره باغ کې طالبانو د سلام سيم کارت کاروونکي ګواښلي

غزني (پژواک ١٤ غويى ۹۳): د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې طالبانو ځايي خلک ګواښلي، چې د سلام مخابراتي شرکت سيمکارتونه دې نه کاروي.

ولايتي چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي، وسله والو په دې چاره څو ځايي وګړي وهلي، ډبولي او ګواښ يې کړى، چې د حکومتي شرکت ياد سيم کارتونه دې نه اخلي.

د قره باغ ولسوالۍ د ميرويس سيمې اوسېدونکى نصرالله چې ادعا کوي د دغه شرکت د سيم کارت په کارولو طالبانو وهلي پژواک ته وويل: ((وسله والو د کلاشينکوف په کونداغونو ووهلم، موبايل يې راته مات کړ او راته يې وويل، چې تر دې وروسته سلام ونه کاروم.))

نصرالله وايي، طالبانو ورته ويلي، چې ياد شرکت دولتي دى او ګټه يې هم دولت ترلاسه کوي، ځکه خو يې بايد څوک ونه کاروي.

د دې ولسوالۍ د ميرخان سيمې اوسېدونکى دُر محمد، چې د سلام سيم کارت کاروي پژواک ته وويل: ((يوځلې طالبانو په دغه سيم کارت ووهلم، سيم کارت يې راته مات کړ وروسته مې بل را ونيو او اوس يې پټ کاروم.))

هغه وايي، طالبانو په زياتره سيمو کې خلکو ته ويلي، چې د دغه شرکت سيم کارتونه ونه کاروي.

دى زياتوي: ((نږدې ده، چې پر خلکو باندې روزي هم بنده کړي، کوم ظلم نه دى، چې دوى پر خلکو نه کوي.))

د قره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال پژواک ته وويل، چې وسله والو په يو شمېر سيمو کې خلک ګواښلي، چې د دغه افغان شرکت سيم کارتونه دې نه کاروي.

ولسوال وايي: ((په کومو سيمو کې چې طالبان اوسېږي، هلته يې خلکو ته ويلي، چې د سلام سيمکارت بندي کړي.))

د ده په خبر: ((دلته د سلام مخابراتي شبکې انتن څو ورځې مخکې نصب شو او سلام شبکه په ياده ولسوالۍ کې شپه او ورځ کار کوي.))

په ياده ولسوالۍ کې يو بل مخابراتي شرکت هم کار کوي، خو د هغې فعاليتونه د شپې له نهو بجو ها خوا بندېږي.

په ورته مهال د مخابراتو وزارت بيا وايي، چې ياد دولتي شرکت به د وسله والو د هر ډول تهديدونو له امله خپل خدمات بند نه کړي.

د ياد وزارت وياند نصرت رحيمي پژواک ته وويل: ((د دغه دولتي شرکت د رامنځ ته کولو يو ستر هدف هم دا دى، چې موږ به په څو سيمو کې فعاليتونه کوو چې نور ورته زړه نه ښه کوي.))

دى وايي، تر اوسه د قرباغ ولسوالۍ د يادې مسئلې په اړه خبر نه لري خو د ده په وينا دوى به په ياده ولسوالۍ کې خپلو خدماتو ته دوام ورکړي.

بل لور ته طالب وياند ذبيح الله مجاهد ردوي، چې ګنې وسله والو په قرباغ کې د ياد شرکت په تړاو خلکو ته ګواښونه کړي دي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((وسله وال طالبان په خپله هم سلام سيم کارت کاروي نو بيا خلک ولې ترې منع کړي.))

په غزني پنځه مخابراتي شرکتونه فعاليت کوي خو لا هم د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې مخابراتو ته لاسرسى نه کېږي او په ډېرو سيمو کې د شپې له خوا ټيلېفوني اړيکې بندېږي.

Related Topics