چاريکار (پژواک ١٤ غويى ٩٣): د پروان پوهنتون سلګونو محصلينو نن له غرمې مخکې د شاوخوا څلورو ساعتونو لپاره د اعتراض په توګه د کابل – پروان لويه لاره د ترافيکو پر مخ وتړله.
د ياد پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د لومړي ټولګي محصل او لاريون کوونکي عبدالودود هجران پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه پوهنتون شاوخوا ٨٠٠ تنه په خېمو کې زده کړې کوي.
دغه راز ده چې د نورو لاريون کوونکو په استازيتوب يې خبرې کولې، زياته کړه چې د ليليې او پوهنتون تر منځ درې کيلومتره واټن دى چې محصلين يې له ستونزو سره مخ کړي او بل ستونزه دا ده چې ځيني کسان له وسلو سره پوهنتون ته ورځي.
ده او نورو لاريون کوونکو ويل، چې د همدې ستونزو له امله اړ شول چې لاريون وکړي.
د پروان پوهنتون رييس عطامحمد پويا پژواک ته وويل، چې دغه پوهنتون د زرو تنو وړتيا لري، خو ٢٣٠٠ تنه ورته معرفي شوي دي.
هغه وايي، چې سره له دې هم محصلينو ته په خېمو کې زده کړې نه ورکول کېږي او په يوه اونۍ کې به يې ټولې اړينې چارې تنظيم او درسي خونې به ورته ځانګړې شي.
دغه راز ده وويل، په پام کې ده چې په راتلونکو ورځو کې پوهنتون ته نږدې د ليليې لپاره هم يوه ودانۍ په کرايه ونيول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP