Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وسله والو طالبانو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

ښرنه _ميدانښار- پل علم  (پژواک، ١٤ غويى ٩٣): چارواکي وايي، چې په پکتيکا او ميدان وردګو ولايتونو کې د يوه طالب قوماندان په ګډون ٧ وسله وال او څلور افغان سرتېري وژل شوي دي.

د پکتيکا چارواکي وايي، چې د ملي پوليسو په کمين کې د خوشامند لپاره د وسله والو طالبانو نظامي مسوول نورمحمد نظام خېل له خپلو څلورو وسله والو سره ووژل شو.

د دغه ولايت له مطبوعاتي دفتره د غويي په ١٤مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي،وسله والو پلان درلود، څو تېره شپه د يادې ولسوالۍ د جمجمو په سيمه کې د ملي پوليسو پر امنيتي پوسته بريد وکړي، خو ملي پوليسو په دې اړه له مخکې راپور درلود.

په خپر پاڼه کې ويل شوي، چې د پوليسو او وسله والو تر منځ په دوه ساعته نښته کې درې ملي پوليس هم وژل شوي او يو بل ټپي دى.

سرچينه وايي، نورمحمد نظام خېل د افغان ځواکونو په تور لېست کې شامل هغه وسلوال و، چې غلچکي بريدونه او د لويو لارو پر سر به يې ماينونه ځا‌ى پر ځا‌ى کول.

بلخوا د ميدان وردګو چارواکي وايي، په سيداباد او چک ولسواليو کې تېره شپه د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې يو افغان سرتېرى او دوه وسله وال وژل شوي او درې نور وسله وال ټپيان دي.

د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوږ ياڼي پژواک ته وويل، چې د چک ولسوالۍ په اله خېلو سيمه کې تېره شپه د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې يو وسله وال ووژل شو او درې نور ټپيان شول.

د ده په وينا، د سيداباد ولسوالۍ په ملي خېلو سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې هم يو وسله وال طالب وژل شوى.

دى زياتوي، همدا راز د سيداباد ولسوالۍ په ماشين قلعه سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر يوه پوسته د وسله والو له لوري د توغول شوي توغندي د لګېدو له امله يو سرتېرى وژل شوى او نور چا ته زيان نه دى اوښتى .

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، په لوګر ولايت کې د يوې ترافيکې پېښې په پايله کې دوه تنه ووژل شول.

د دغه ولايت د محمداغې امنيه قوماندان سرڅارمن عبدالوکيل حقيار پژواک ته وويل، دا پېښه نن سهار کابو ٧ بجې د سرخ اب په سيمه کې د کرولا او هينو موټر د ټکر له امله رامنځته شوه.

د دغه ولايت د ترافيکو مدير سرڅارمن ګل احمد پژواک ته وويل، ياده پېښه د هينو د چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوې او هغه نيول شوى دى.

د يادولو ده، چې تېره ورځ هم په لوګر کې د ورته ترافيکې پېښې له امله د پکتيا د کليو پراختيا رييس انجينر عبدالرحمن رحماني، چې دغه ولايت ته پر لاره وو، له خپل چلوونکي سره ووژل شوو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.