محمودراقی (پژواک ١٤ غويى ٩٣): ناپېژانده وسله والو د کاپيسا په نجراب او تګاب ولسواليو کې څلور تنه وژلي دي.
د کاپيسا د پوهنې رياست د مطبوعاتي چارو مسوول سيد مصطفى شېرزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناپېژانده وسله والو د دغه ولايت د نجراب ولسوالۍ په افغانيه دره کې د ابوذر غفاري مدرسې ملازم حکيم خان پر ډزو وژلى دى.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون امر اسدالله حميدي هم د ياد تن وژل تاييدوي او وايي چې دغه کس وسله والو طالبانو له خپل کوره ايستلى او بيا يې وژلى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د فراه ښار په ننګاب سيمه کې د ابوذرغفاري په نوم د دولتي دارالعلوم پر کاستر موټر چې د دارالعلوم زده کوونکي او استادان يې لېږدول، هم چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه په افغانيه دره کې يو بل تن هم وژل شوى دى.
د افغانيه درې اوسېدونکى سيدمحمود وايي، چې تېره شپه د دې درې اوسېدونکى او د همدې ولسوالۍ د پچه غان درې د کلينيک سرطبيب عبدالجليل هم ناپېژانده وسله والو له کور څخه ايستلى او وژلى دى.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون امر حميدي وويل، چې په افغانيه دره کې پر حکيم خان سربېره يو بل تن هم وژل شوى، خو دى يې د پېژندګلوۍ په اړه معلومات نه لري.
دغه راز حميدي وويل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې هم دوه ملکي وګړي وژلي دي.
د تګاب د ميراخېلو سيمې اوسېدونکي حاجي نعيم الله هم وويل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د نجراب د افغانيه درې دوه ملکي اوسېدونکي دولت ته د جاسوسۍ په تور په ميراخېلو کې وژلي دي.
تر دې دمه د يادو څلورو واړو د وژلو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP