Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ( پژواک، ۱۴ غویی ۹۳ ) : ولسمشرحامد کرزي ، له دواړو مخکښو کاندیدانو او د ټاکنیزو کمیسیونونو له مسوولینو سره په یوه ګډه غونډه کې پر روانې پروسې خبرې وکړې.

له ارګ څخه د غویي په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې غونډه کې یو شمیر نورو دولتي چارواکو او د ملي شورا مشرانو هم ګډون کړي وو.

سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مشرانو د ټاکنو د پروسې ، درایو دشمیرنې او شکایتونو ته درسیدګۍ په  اړه خپل راپورونه غونډې ته وړاندې کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر په بریالیتوب سره د ټاکنو په ترسره کیدو خوښي څرګنده کړه او دا یې یوه بشپړه افغاني پروسه وبلله او په بریالیتوب سره ددې پروسې ترسره کیدل یې په هیواد کې د دیموکراسۍ پیاوړتیا لپاره مهم وباله .

د سرچینې د معلوماتو لله مخې ورپسې د ولسمشرۍ دوه تنه مخکښه کاندیدان د ټاکنیزو کمیسیونونو له کړنو څخه مننه وکړه او د ټاکنو په اړه یې خپل وړاندیزونه د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل.

سرچینه کاږي، په پای کې پریکړه وشوه، چې دا ډول غونډې باید په دوامداره توګه ترسره شي.

بلخوا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ددالانشا رییس ضیا الحق امرخیل وایي چې ولسمشر کرزي د۱۳۹۳ کال بریاليوو ټاکنو په ترسره کیدو دټاکنو کمیسیون هلې ځلې وستایلې او یادې ټاکنې یې دهېواد په سیاسي بهیر کې یوه  ستره حماسه وبلله.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل چې وروسته دټاکنو دکمېسیون  او دټاکنیزو شکایتونو کمیسونونو مشرانو  دټاکنو دلومړي پړاو په اړه معلومات ورکړل.

د نوموړي په وینا، په غونډه کې  د لومړي دور ټاکنو په اړه د ولسمشرۍ دمخکښو نوماندانو پوښتنې او نظریات مطرح کړل چې دنوموړو ټولو تخنیکي پوښتنو ته قناعت ورکوونکي ځوابونه وویل شول چې دنوماندانو د قناعت وړ وګرځيدل.

امرخیل زیاته کړه د ټاکنو لومړنیو پایلو داعلان وروسته داسې بریښې چې هیڅ کوم نوماندان په پنځوس جمعه یو نه دی بریالی شوی  او که چیرته دنهایي پریکړې وروسته هم په ډاګه شي چې ټاکنې په لومړي پړاو کې ګټوونکی و نه لري نو کميسیون دقانون دحکمونو سره سم مکلف دی چې په دوه اونیو کې ټاکنې دایرې کړي

ده وویل چې  دویم پړاو ټاکنو ته د چمتوالي په اړه ټول پلانونه په لاره اچول شوي دي  او دلومړي پړاو ټاکنو د تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره به هڅه وکړي چې ټولو ته دمنلو وړ ټاکنې ترسره کړي.

 خو امرخیل په ډاګه کړه، چې په دغه دویم پړاو ټاکنو کې یواځې دکمیسیونونو مسولیت نه خلاصه کیږي بلکې امنیتي ارګانونه او ټولې ښکیلې خواوې او په ځانګړي ډول د هېوادوالو په ریښتینو مرستو به داټاکنې په بریالیتوب سره دایریږي ترڅو دقانون دحکمونو سره سم هېوادوال د دوه تنو نوماندانو څخه یو یې د ولسمشر په توګه د راتلوونکو پنځو کلنو لپاره وټاکي.

په دې غونډه کې د ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي، د ولسي جرګې  عبدالرووف ابراهیمي، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار، د سترې محکمې رییس پوهاند عبدالسلام عظیمي، پر اساسي قانون د نظارت د کمیسیون مشر ګل رحمن قاضي، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستانی، د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخیل، د شکایتونو کمیسیون رییس عبدالستار سعادت، او دواړه مخکښ کاندیدان ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني برخه اخیستې وه.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.