کندهار ښار (پژواک ١٥ غويى ٩٣): په کندهار ولايت کې د يوې چاودنې له امله دوه کوچي ماشومان وژل شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند دوا خان مينه پال د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار اته بجې د ارغستان ولسوالۍ په بلخرزو سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې د سيمې کوچيانو خپل څاروي روان کړي وو، چې د سړک غاړې ماين يې پر يوه اوښ چاودنه وکړه.
د مينه پال په وينا، په چاودنه کې پر اوښ سپاره دوه کوچني ماشومان وژل شوي او اوښ هم له منځه تللى دى.
ده وويل چې پوليس سيمې ته د مرستې لپاره رسېدلي دي.
وسله والو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.