دويم تعقيب-غزني (پژواک ١٦ غويى ٩٣): د غزني د ګيلان ولسوال وايي، چې په يادې ولسوالۍ کې د افغان پوځيانو او طالبانو په روانه جګړه کې ٢٠٠ کورنۍ له سيمې کډه شوې دي.
د يادې ولسوالۍ ولسوال محبوب الله سباوون د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پاکستانيانو په ګډون ٣٠٠ طالبانو د يادې ولسوالۍ د پردل او جانان په کلو کې سنګرونه نيولي او له افغان پوځيانو سره يې جګړه روانه ده.
د سباوون په وينا، تر اوسه په دې جګړه کې شپږو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د يوه پاکستاني قوماندان حبيب الله په ګډون شاوخوا٥٠ وسله والو وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، ياده جګړه هغه مهال رامنځته شوه، چې افغان ګډو ځواکونو په سيمه کې عمليات کول.
ولسوال تر دې مخکې ويلي وو، چې په دې جګړه کې ١٣ طالبان وژل شوي، ٣ پوليس، ٦ ولسي وګړي او ١٤ طالبان ټپيان دي.
د ولسوال په وينا، جګړه غرمه مهال پيل شوې او تر اوسه روانه ده.
دى زياتوي: ((طالبان په پُردل او جانان کليو کې د خلکو کورونو ته ننوتي او له هغه ځايه پر افغان پوځيانو ډزې کوي. د هغوى د هاوان يوه مرمۍ پر يو کلي ولګېدې، ٣ ماشومان، دوه مېرمنې او يو سړى يې ټپيان کړي، د کلي خلک ولسوالۍ خوا ته راکډه شوي دي.))
پردل او جانان کلي د ګيلان ولسوالۍ له ښاره په لسګونه کيلومتره کې لرې پراته دي.
د سيمې يو راکډه شوي، محمدالله پژواک ته وويل: ((طالبان کورونو ته راننوتل، موږ ترې راوتښتېدو، خلکو يوازې د خپلو کورنيو غړي راوايستل او اوس دلته د ولسوالۍ بازار ته څېرمه دېره يو.))
د غزني د والي وياند شفيق الله ننګ پژواک ته وويل، چې په دې جګړه کې ډېر طالبان وژل شوي دي.
هغه تاييد نه کړه، چې جګړه لا هم روانه وي، خو ويې ويل، په دغو سيمو کې له تېرو څو ورځو راهيسې د ګډو ځواکونو سخت عمليات روان دي.
تر دې مخکې طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دې نښته کې د خپلو دوو وسله والو د وژل کېدو او د ٥ ولسي وګړو د ټپي کېدو د پخلي تر څنګ ويلي وو، چې يو شمېر افغان سرتېري هم وژل شوي دي.