غزني ښار (پژواک ۱۶ غويى ۹۳): د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې په لومړي ځل پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه.
دغه مشاعره چې د غويي په ١٦مه، په غزني کې د “کليوال ادبي ملګرو ټولنې” له لوري جوړه شوې وه، په کې سلګونو فرهنګيانو، شاعرانو، ليکوالو او نورو عامو وګړو برخه اخيستې وه.
په دې مشاعره کې شاعرانو او ليکوالو خپل شعرونه، ادبي ټوټې او ليکنې ولوستې او هم په کې د اندړو د زده کوونکو له لوري ترانې وړاندې شوې، چې زياتره يې په هېواد کې د سولې ټينګښت او زده کړې ته د ځوانانو د پام ور اړولو پر مسايلو چورلېدلې.
د دې مشاعرې سمبالوونکي او شاعر جميل وقار پژواک خبري اژانس ته وويل، دا مشاعره په دې موخه جوړه شوې وه، ترڅو وښيي، چې په هېواد کې د جګړې پرځاى خلک، سولې، ارامه ژوند، زده کړې او سواد ته اړتيا لري.
د هغه په خبره، په يادې ولسوالۍ کې له تېرو څو کلونو راهيسې د ټوپک غږونه وو، خو نن په کې د شاعرانو غږونه پورته شول.
په غزني کې د خبريالانو د ټولنې مشر اسدالله جلالزي، چې په دې مشاعره کې يې ګډون کړى و، وايي، په داسې يوې ولسوالۍ کې د مشاعرې ترسره کول، خلکو ته د زده کړې، سولې او امن پيغام ورکولى شي.
د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسيوال د مشاعرې له مسوولينو او شاعرانو څخه په مننې وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د مشاعرې ترسره کول د امنيت پر ښه والي دلالت کوي.
اندړ د غزني ښار سوېل لور ته په ٣٠کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې له تېرو دولسو کلونو راهيسې په کې وسله وال مخالفين فعال وو، خو اوسمهال په کې د ولسي پاڅون والو په را پيدا کېدو نسبي امنيت ټينګ شوى دى.
د يو بل خبر له مخې، د کندهار ولايت مقام د عامه اړيکو په نوبتي غونډه کې د ښوونځيو د زده کوونکو لپاره “زموږ افغانستان” تر سرليک لاندې د يوې مشاعرې جوړولو پرېکړه وشوه.
په دغې غونډه کې د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال، د علماوو شورا، ملي امنيت، ملي اردو، امنيه قوماندانۍ او ايساف ځواکونو د عامه اړيکو مسوولينو ګډون کړى وو.
په کندهار کې د ايساف ځواکونو د عامه اړيکو مسوولې مېرمن ابګيل وويل، په دغه ولايت کې د “زموږ افغانستان” په نوم د عامه پوهاوي يوه لړۍ پيلوي، چې لومړۍ برخه به يې د زده کوونکو لپاره يوه مشاعره وي.
هغې زياته کړه، د دغه پروګرام له لارې به د ښوونځيو زده کوونکي وهڅول شي، چې د سولې او ثبات اړوند شعرونه وليکي او بيا يې په مشاعره کې واوروي.
د دې په خبره، له دې لارې به هم د زده کوونکو ذهنيتونه د سولې لپاره چمتو شي او هم به خلکو ته اړوند پيغام ورسول شي.
د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال، دغه پروګرام د زده کوونکو د هڅولو لپاره يوه ښه ګام وګاڼه او غوښتنه يې وکړه، چې په ولسواليو کې دې له سيمه ييزو راډيوګانو هم د عامه پوهاوي په برخه کې ګټه واخيستل شي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال بيا غوښتنه وکړه، چې “زموږ افغانستان” تر سرليک لاندې د عامه پوهاوي په پروګرام کې دې د مشاعرې تر څنګ مقالو ليکلو او اورولو، تياتر او انځورګرۍ ته هم ځاى ورکړل شي، ترڅو د سولې او ثبات پيغامونه له بېلابېلو لارو تر خلکو ورسول شي.
د غونډې برخه والو پرېکړه وکړه، چې په ښوونځيو کې به هغه زده کوونکي چې د شعر ليکلو وړتيا ولري، د سولې په اړه شعرونو ليکلو ته وهڅول شي او وروسته به يې په يوه پراخه مشاعره کې وړاندې کړي.