لښکرګاه (پژواک ۱۷غويى ۹۳): د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې د سنګين له ولسوالۍ د امريکايي سمندري ځواکونو وروستۍ ډله هم ووته.
په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره د غويي په ١٧مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ايساف ځواکونو په چوکاټ کې د امريکايي سمندري ځواکونو۴۰ کسيزه ډله دوه ورځې مخکې له سنګين ولسوالۍ وتلې ده.
د خبرپاڼې په حواله، ياده ډله اوس په دغه ولايت کې د بهرنيو ځواکونو لويې اډې ښوراب ته لېږل شوې او په سنګين کې يې پر ځاى امنيتي مسووليت د افغانستان د ملي اردو ځواکونو له خوا پر مخ وړل کېږي.
سرچينه ويلي، په سنګين کې يادو امريکايي ځواکونو شتون يوازې فزيکي بڼه درلوده او د امنيت چارې له وړاندې هم د افغان ځواکونو له خوا پرمخ وړل کېدي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي، له هغه وخته چې د امنيت د لېږد چارې پيل شوې افغان امنيتي ځواکونه له هېڅ ډول ننګونو سره نه دي مخ شوي.
بلخوا د هلمند امنيه قوماندان پاسوال ارکانحرب عبدالقيوم باقي زوى پژواک ته وويل، افغان امنيتي ځواکونه د دې جوګه دي، چې د امنيت ساتلو چارې په سمه توګه ترسره کړي.
د ده په وينا، له سنګين څخه د بهرنيانو په وتو سره هېڅ ګواښ نه ويني ځکه د هلمند ولايت په ټولو ولسواليو کې افغان ځواکونه خپلواک عمليات کوي او له هغو سيمو چې بهرني ځواکونه وتلي، امنيت يې ښه شوى او د دولت د وسله والو خوځښتونه کم شوي دي.
په هلمند کې د امريکايي ځواکونو له پوځې اډې پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې سرتېري يې د غويي په ١٥مه له يادې ولسوالۍ وتلي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېر کال د سپټمبر په مياشت کې يې ٤٠ سرتېري په يادې ولسوالۍ کې مېشت شوي وو.
سرچينه وايي، چې په دې ولسوالۍ کې يې د خپل پوځي مرکز چارې افغان پوځيانو ته سپارلې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP