مزارشريف (پژواک ١٧ غويى ۹۳): په مزارشريف کې د ښځو د ملاتړ ټولنو مسوولينې وايي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمښت په موخه بايد د ښځو د مدني حرکتونو د پياوړتيا لپاره اسانتياوې برابرې شي.
دوی وايي، ځينې مېرمنې، چې د تاوتريخوالي ښکار شوې وي، د کورنيو له خوا نه پرېښودل کېږي، چې په څارنوالي کې خپلې ثبت شوې پېښې پر مخ يوسي.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د غويي په ۱۷مه، د ښځو د مدني حرکت د پياوړتيا په موخه غونډه ترسره شوه، چې د ښځو د ملاتړ د بېلا بېلو ټولنو غړو په کې برخه اخيستې وه.
په بلخ ولايت کې د ښځو د ملاتړ موسسې مسوولې هيلۍ سهاک د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په بلخ ولايت کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی د زياتېدو په حال کې دی.
نوموړې زياته کړه، چې په ۱۳۹۲لمريز کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۵۱ پېښې په څارنوالۍ کې ثبت شوې دي.
د هغې په وينا، په دغو پېښو کې ډېری په کورنيو کې له ښځو سره د بد چلند او وهلو ټکولو دي، چې شمېر يې ۶۱ پېښو ته رسېږي.
همداراز پر ښځينه ماشومانو جنسي تېري، له کار څخه د ښځو منع کول، ځان وژنه، اجباري ودونه، وژنې، له کوره تېښته، مسموميت او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي داسې نورې پېښې شاملې دي.
مېرمن سهاک وويل، چې دوه پېښې د ښځو له خوا د سړيو د جنسي کمزوريو په اړه هم ثبت شوې دي.
نوموړې زياته کړه، سربېره پر دې پېښو په تېر ١٣٩٢ کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي داسې پېښې هم ثبت شوي، چې بيا يې پوښتنه نه ده شوې.
د هغې په وينا، د دې امکان شته، چې د کورنۍ له خوا پر ښځو فشار راوړل شوی وي، چې د پېښې د هواري په موخه له دولتي لارو چارو کار وانخلي.
د سپيدې په نامه د ښځو ټولنيزې او فرهنګي ټولنې مسوولې صفيې سايس پژواک ته وويل، چې ډېری وخت ښځې د اقتصادي ستونزو له امله له ځينو ټولنيزو ستونزو سره مخ کېږي.
نوموړې همداراز زياته کړه، چې په ټولنه کې پر کورنۍ د ښځو په پرتله د نارينه وو مشري د دې لامل شوې، چې ښځې په هراړخيزه توګه له پرمختګ څخه پاتې شي.
د دې په خبره، نننۍ غونډه په همدې موخه جوړه شوې وه، چې د ښځو مدني حرکتونو ته دې لا وده ورکړل شي.
مېرمن سايس وويل، چې په نننۍ غونډه کې د ښځو له خوا شل جوړ شوي انځورونه هم نندارې ته وړاندې شول، چې د ښځو د مدني فعاليت ښې بېلګې يې ګڼلی شو.
نوموړې زياته کړه، که چېرې د افغانستان د قوانينو په پام کې نيولو سره، ټولنه او کورنۍ ښځو ته د خپلو مدني حرکتونو د لا پياوړتيا لپاره زمينه برابره کړي؛ نو د دوی پر وړاندې په شته تاوتريخوالي کې به خورا کمښت راشي.