Language

د ګيلان په جګړه کې ٧٥ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

درېيم تعقيب- غزني (پژواک ١٧ غويى ٩٣): افغان چارواکي وايي، د غزني د ګيلان په جګړه کې تر اوسه ٣٩ وسله وال وژل شوي او ٣٦ نور ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي، له افغان پوځيانو سره دا جګړه د دويمې ورځې لپاره د يادې ولسوالۍ د ملاجانان، سپين غونډۍ، حسن کلا، او پردل په سيمه کې روانه ده ، چې د پاکستانيانو په ګډون په کې ٦٠٠ وسله والو برخه اخيستې ده.

دا جګړه تېره ورځ غرمه په يادو سيمو کې د ګډو ځواکونو د عملياتو پر ترڅ کې پيل شوه.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دريمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې شپې راهيسې د دوو طالب قوماندانانو او ۶ پاکستانانو په ګډون ۳۹ وسله وال وژل شوي او ۳۶ نور ټپيان دي.

نوموړى وايي، چې نن د ملي اردو يوسرتېرى هم ټپي شوى دى.

د سلطاني په وينا، په دغو عملياتو کې زيات شمېر ماينونه، سپکې او درنې وسلې او موټرسايکلونه د دوى لاسته ورغلي دي.

د ګيلان ولسوال محبوب الله سباوون پژواک ته وويل، د جانان، پُردل، حسن کلا په سيمو کې عمليات او ځاى ځايګى نښتې لا هم روانې دي.

 ولسوال وويل: ((نن په لس بجې د پاکستانيو په ګډون ډېر طالبان ووژل شول، له.تېرې ورځې راهيسې تر اوسه ٧٠ طالبان وژل شوي دي.))

هغه وويل، چې د يادې نښتې له امله سلګونه کورنۍ کډه شوې او لرو پرتو سيمو ته تللې دي.

ولسوال زياتوي: ((د دوو کليو خلک د جګړې له وېرې کډه شوي او نور سيمو ته تللي دي، ما له چارواکوسره دا ستونزه شريکه کړې تر څو دغو خلکو ته خېمې او خوراکي توکي راولېږي.))

دى وايي، که څه هم د کډه شوو کورنيو ډېرى يې له خپلو خپلوانو سره اوسېږي خو بيا هم مرستو ته اړتيا لري.

د کډه شوو له ډلې ځيني يې وايي، چې د جګړې له وېرې ډېر خلک د جانان چمبر، ميرياڼي او اختوخېلو سيمو ته تللي او هلته مېشت شوي دي..

د دې ولسوالۍ د حسن کلا سيمې يوه اوسېدونکي حميد ودان پژواک ته وويل: ((ملي اردو په يوه کلي او وسله والو په بل کلي کې مورچل نيولې دي.))

حميد وايي، ځايي خلک د جګړې له وېرې مجبور شول، چې خپلې سيمې پرېږدي او نورو سيمو ته ولاړ شي.

دى زياتوي: ((که دواړه غاړې رښتيا جګړه کوي، غرونو ته دې سره پورته شي، د ولسي خلکو کورونه د جګړې ميدانونه نه دي.))

د پُردل سيمې يوه اوسېدونکي، چې اوس مهال يې خپله سيمه پرېيښې او د کلي له خلکو سره بلې سيمې ته تللى وايي، په جګړه کې له سپکو او درنو وسلو کار اخيستل کېږي.

دى وايي: ((پوليس په يو کور کې طالب په بل کور کې د دواړه مرمۍ پر موږ را روانې وي.))

د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک ته په يادو سيمو کې يوازې د ګډو پوځيانو د عملياتو پخلى وکړ، چې په وينا يې ډېرو وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالب وياند ذبيح الله مجاهد په حواله د غويي په ١٧مه په خپره شوې اعلاميه کې د اسدالله په نوم د يوه افغان قوماندان په ګډون د يو شمېر سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

 مجاهد ويلي، چې په دې جګړه کې زيات شمېر پوځي موټرو ته زيانونه اوښتي خو چارواکې بيا د اسدالله په نوم د پوليسو د قوماندان او نور پوځيانو د وژلو ادعا ردوي.

Related Topics