Language

په لارو کې خښو ماينونو د غورک خلک له ستونزو سره مخ کړي

کندهار (پژواک ١٧ غويى ٩٣): د کندهار ولايت د غورک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې په دې وروستيو کې نه يواځې په دې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه ډېر شوي، بلکې له ولسوالۍ کندهار ښار ته غځېدلې لاره يې هم پر ماينونو پوښلې ده.

خلک وايي، دغو او ورته نورو ستونزو يې ژوند له ګواښ سره مخ کړى؛ ځکه له يوې خوا کار او روزګار نشته او له بله پلوه د لارو بندېدو له امله د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.

د غورک ولسوالۍ د کپاک سيمې يوه اوسېدونکي در محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، ډېره موده کېږي چې له ولسوالۍ تر کندهار ښار پورې غځېدلې لاره د وسله والو مخالفينو له خوا پر ماينونو پوښل شوې ده.

هغه زياته کړه، خلک د ماينونو له وېرې پر دې لار تګ راتګ نه شي کولاى او اړ دي چې د اړتيا پر مهال پر اوږدو لارو کندهار ښار او نورو سيمو ته ځانونه ورسوي.

دى وايي: ((اوس چې خلک ناروغان ولري او يا هم ولسوالۍ ته خوراک توکي راوړي، نو اړ دي چې د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ له لارې او يا هم د شاوليکوټ ولسوالۍ له لارې کندهار ښار ته ولاړ شي، خو دغه لارې هم له خطرونو خوندي نه دي.))

نوموړى د بېلګې په توګه د يوې پېښې يادونه کوي او وايي چې څه موده مخکې يې په کلي کې د يوه ګاونډي پلار سخت ناروغ شو، هغه غوښتل خپل پلار د درملنې لپاره کندهار ښار ته بوځي، خو په لاره کې ورباندې چاودنه وشوه او دواړو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دُرمحمد وايي، ماينونو د خلکو ژوند دومره سخت کړى چې ان له يوه کلي بل ته په ډاډه زړه نه شي تللاى، ځکه د کليو تر منځ غځېدلې لارې هم له ماينونو ډکې دي.

د غورک ولسوالۍ د شاه کارېز سيمې يو بل اوسېدونکى عبدالودود بيا د کار او روزګار له نشتوالي او د لارو له بندېدو،  د خوراکي توکو د بيې له لوړوالي شکايت کوي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، دا چې خلک غورک ولسوالۍ ته خوراکي او د اړتيا وړ توکي پر اوږدو لارو راوړي، نو ځکه دلته د توکو بيې لوړې دي او خلک يې نه شي اخيستلاى.

دى وايي: ((ډېرى ځوانان بېکاره دي، د کر او کروندې خوند هم نشته، کله چې يوه کورنۍ خوراکي او نورو شيانو ته ضرورت پيدا کوي، د بيو د لوړوالي له سببه يې نه شي اخيستلاى، ځکه دخلکو سره پيسې نشته.))

د نوموړي په وينا، که له ولسوالۍ کندهار ښار ته غځېدلې لاره خلاصه واى، نو نه يوازې دا چې د دې ولسوالۍ ځوانان به د کار او روزګار لپاره کندهار ښار او نورو سيمو ته تلاى شواى، بلکې د خلکو د اړتيا وړ توکي به په اسانۍ راوړل کېداى شول او بيې به يې لوړې نه وې.

د غورک دغه اوسېدونکى د دې تر څنګ يادونه کوي چې وسله وال مخالفين کله نا کله د خلکو په ځورولو هم لاس پورې کوي او ان تش په دې نوم يې هم ګواښي او يا وژني چې کندهار ښار ته تللي وي.

د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى عطاالله هم ورته ستونزې يادوي او وايي، چې دولت هم نه دى توانېدلى چې په غورک کې د ملکي خدماتو په برخه کې کار وکړي او د خلکو لومړنۍ اړتياوې لکه پوهنه، روغتيا او نورې پوره کړي.

دى وايي، په پيل کې چې کله غورک ولسوالۍ له طالبانو ونيول شوه، نو حکومت ژمنې کولې چې په دغه ولسوالۍ کې به امنيت ټينګوي، مامورين به په دندو ګوماري او له خلکو سره به مرستې کوي، دا دى کلونه تېر شول خو هيڅ هم و نه شول.

د ده په خبره، اوس د غورک د اوسېدونکو دا حال دى چې د ضرورت په وخت کې له څو ورځو پلي مزل وروسته لومړى د هلمند سنګين ولسوالۍ ته ځي او له هغې لارې بيا کندهار ښار ته په ډېر کړاو سفر کوي.

د غورک ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي چې له نوم ښودلو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، د دې ولسوالۍ ستونزې به څنګه حل شي، په داسې حال کې چې په خپله ولسوال په مياشتو مياشتو ولسوالۍ ته نه راځي او په ښار کې اوسېږي.

هغه له دولت څخه غوښتنه وکړه چې د غورک د خلکو ستونزې هوارې کړي او پرې نه ږدي چې دغه ولسوالي بيا د وسله والو لاس ته ولوېږي.

د غورک ولسوال دارو خان په دغه ولسوالۍ کې د خلکو ټولې ستونزې مني، خو دا نه مني چې ګواکې هغه دې په مياشتو مياشتو د ولسوالۍ پر ځاى په کندهار ښار کې وخت تېروي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې د هوا له ګرمېدو سره د غورک امنيتي وضعيت خراب شوى، ډېر خلک بې کاره دي، لارې له ماينونو ډکې دي او په ډېرو سيمو کې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه تر سترګو کېږي.

دى وايي، که څه هم امنيتي ځواکونه د کندهار ښار- غورک لارې د امنيت د خوندي کولو لپاره هڅې کوي، خو دا چې دغه سړک خام دى، نو وسله وال ماينونه پکې ځاى پر ځاى کوي، نو ځکه يې ساتنه ګران کار دى.

د ده په خبره، اوس مهال د غورک خلک د اړتيا پر مهال د هلمند د سنګين، شاوليکوټ او ميوند ولسواليو له لارې کندهار ښار ته ځي.

خو هغه وويل چې په دې وروستيو کې ولايتي ادارې هڅې پيل کړې چې د غورک لاره په پاخه او اساسي ډول جوړه کړي، تر څو خلک له ستونزو خلاص شي.

د کندهار د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال هم پژواک اژانس ته ومنله چې وسله والو غورک ته غځېدلې لاره له ماينونو ډکه کړې او دغه لاره د خلکو پر مخ تړل شوې ده.

خو هغه وويل، امنيتي ځواکونه پر دې کار کوي، چې نه يوازې د دې لارې امنيت خوندي کړي، بلکې د ولسوالۍ په کليو کې هم د وسله والو د فعاليتونو او ماينونو اېښودلو مخه ونيسي.

نوموړي په غورک ولسوالۍ د حکومت له لوري د ملکي خدماتو نشتوالى هم جدي ستونزه ياده کړه او ويې ويل: ((حکومت ژمن دى چې حکومتولي او ملکي خدمات ولسواليو او ليرې پرتو سيمو ته وغځوي، خو په غورک کې ستونزه دا ده چې د نورو سيمو خلک زړه نه ښه کوي چې په دغه ولسوالي کې کار وکړي او په خپله په دې ولسوالۍ کې دومره څوک نه پيدا کېږي چې په دولتي اداره کې کار وکړاى شي.))

غورک د کندهار ښار شمال لوري ته د ١٠٠ کيلو متره په واټن پرته ولسوالي ده، چې له هلمند او روزګان ولايتونو سره ګډه پوله لري، دغه ولسوالي پر له پسې څو کاله د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې وه، چې نژدې دوه کاله وړاندې د نظامي عملياتو په پايله کې د هغوى له ولکې وويستل شوه.

خو اوس د دغې ولسوالۍ ډېر اوسېدونکي وايي، چې يوازې د ولسوالۍ ودانۍ او ودانۍ ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو قرار ګاه د حکومت په ولکه کې ده، خو په کليو او د کليو تر منځ پر غځېدليو لارو کې لا هم وسله وال فعاليت لري.

د ځينو شمېرو پر بنسټ په غورک ولسوالۍ کې شاو خوا اته زره وګړي اوسي، چې ډېرى يې په کرنه او مالداري بوخت دي، خو د بېلابېلو ستونزو له امله يې اقتصادي وضعيت ښه نه دى.

Related Topics