Language

کندهار کې پنځو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار (پژواک ١٧ غويى ٩٣): په کندهار کې د ماين چاودنې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې او دغه راز په يوه هدفي وژنه کې بيا د ملي امنيت يو سرتېرى وژل شوى دى.

چاودنه په ژېړۍ ولسوالۍ کې پر پوليسو شوې چې په پايله کې يې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

د ژېړۍ ولسوال جمال اغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن غرمه يوولس نيمې بجې د ولسوالۍ په ماکوانو سيمه کې هغه مهال وشوه چې پوليس پر ګزمه بوخت وو.

هغه زياته کړه، چاودنې يو پوليس وژلى او درى نور يې ټپيان کړي، چې د درملنې په موخه د کندهار ښار ميرويس روغتون ته وړل شوي دي.

نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

په يوه بله پېښه کې چې د کندهار ښار کارېز بازار سيمې ته څېرمه شوې، د ملي امنيت يو کار کوونکى وژل شوى دى.

د کندهار د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوو موټرسايکل سپرو په دې سيمه کې د ملي امنيت پر يوه کارکوونکي ډزې کړې، هغه يې وژلى او په خپله تښتېدلي دي.

دى وايي، پوليسو د بريد کوونکو د نيولو هڅې پيل کړې دي.

د يادو پېښو په اړه وسله والو طالبانو تر دې مهاله څه نه دي ويلي.

 

Related Topics