Language

د استاد خليلي د زوکړې کليزه ونمانځل شوه

مزارشريف (پژواک، ١٨ غويى ٩٣): د بلخ په مزارشريف ښار کې د افغانستان د وتلي دري ژبي شاعر استاد خليل الله خليلي د زوکړې ۱۱۰مه کليزه ونمانځل شوه.

ياده کليزه د غويي د ۱۷مې، په شپه د مزارشريف ښار په ربېع باغ کې، ماښام ۷ بجې پيل او د شپې تر ۱۲ بجو پورې يې دوام وکړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين، د بلخ والي عطامحمد نور او د استاد خليلي زوی او په هسپانيه کې د افغانستان سفير مسعود خليلي سربېره په کې د هېواد بېلا بېلو فرهنګي شخصيتونو برخه اخيستې وه.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمد خليق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د استاد خليل الله خليلي کليزه د بلخ د والي په مالي ملاتړ جوړه شوه، چې ګډونوالو په کې د استاد د شخصيت بېلا بېل اړخونه وسپړل او د ده په ياد يې شعرونه واورول.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين، په غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې استاد خليلي د افغانستان په ادبياتو کې د بيان د هنر په لرلو ځانګړی ځای درلود.

نوموړي، د استاد خليلي د هنر د تخليق دوره، له جهاده وړاندې او له جهاد څخه وروسته په دوو برخو ووېشله.

هغه وويل: ((استاد په دې دواړو دورو کې، خپل هنر د افغانستان د تاريخ او فرهنګ سپړنې ته ځانګړی کړی و.))

د بلخ والي عطامحمد نور د خپلو خبرو په ترڅ کې، استاد خليلي د جهاد په دوره کې د مجاهدينو ستر ملاتړ کوونکی وباله.

نوموړي، چې د يادې کليزې پرانيسته يې وکړه، زياته کړه، چې استاد خليلي له خپل هېواد او په ځانګړې توګه له بلخ سره خورا مينه درلوده، چې په خپل دېوان کې يې د بلخ ۳۲ ځله يادونه د دې خبرې ښه بېلګه ده.

د غونډې په ترڅ کې د استاد خليل الله خليلي زوی او په هسپانيه کې د افغانستان سفير مسعود خليلي، د خپل پلار د زوکړې د کليزې په وياړ د غونډې د جوړېدو له امله د بلخ له چارواکو مننه وکړه.

د غونډې په اوږدو کې د استاد خليل د زېږېدو په وياړ، کيک پرې کړای شو.

غونډه، د شپې ۱۲ بجې د شپېلۍ په غږولو پای ته ورسېده.

استاد خليل الله خليلي پر ۱۲۸۶لمريز د کابل په جهان ارا باغ سيمه کې زېږېدلی و. پلار يې محمد حسين خان مستوفي الممالک د کابل د شمالي سيمې مشهور خان و، چې د امير حبيب الله خان په دوره کې د ماليې وزير پاتې شوی او د غازي امان الله خان له خوا په دار وځړول شو.

استاد خليل د شلمې لسيزې په لومړيو کې د کابل پوهنتون مرستيال او بيا د ازادو مطبوعاتو د رياست رييس وټاکل شو. نوموړي د ظاهرشاه د دربار د لوړ رتبه سلطنتي مشاور په توګه هم دنده ترسره کړې او همداراز په سعودي عربستان او عراق کې د افغانستان سفير هم پاتې شوی دی.

استاد خليلي په هنر، ادب، فلسفه، سياست او عرفان کې ۶۲ منظوم او منثور اثار لري. نوموړی په ۱۳۶۶لمريز کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ومړ، چې ۲۵ کاله وروسته يې مړی کابل ته ولېږدول شو او د کابل پوهنتون په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.

 

Related Topics