جلال اباد(پژواک١٨غويى٩٣): د ننګرهار يو شمېر ديني علماوو د يوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې ددغه ولايت د حج او اوقافو رييس له دندې څخه په ناوړې استفادې او له ديني علماوو سره په بد چلند تورن کړ.
دغه غونډه د غويي په ١٨مه، په جلال اباد ښار کې د حج او اوقافو رياست ته نږدې په يوه جومات کې جوړه شوې وه، چې پکې د ديني عالمانو ترڅنګ د ياد رياست يو شمېر کارکوونکو هم برخه اخيستې وه.
دوى شکايات کاوه، چې د حج او اوقافو رييس مولوي فضل الله له خپلې دندې ناوړه ګټه پورته او دديني عالمانو سپکاوى کوي.
د غونډې ګډونوالو د مرکز او ولايت له چارواکو څخه وغوښتل ، چې دغه رييس له دندې ګوښه او پرځاى يې يو داسې شخص وټاکي ، چې د حج او اوقافو رياست ته پرمختګ ورکړي.
د مولوي سرور په نامه يوه ديني عالم غونډې ته وويل ، چې په جلال اباد ښار کې د چنندالدين جومات يوه برخه ځينو غاصبينو لاندې کړې او د حج اواوقافو رييس مولوي فضل الله يې ملاتړ کوي.
ده زياته کړه ، چې د حج او اوقافو رييس د خپل رياست يو شمېر کارکوونکو ته ګواښونه هم کړي دي.
دى وايي: ((د حج او اوقافو رييس خلک ګواښي او د رشوت په بدل کې د غاصبينو ملاتړ کوي ، نو موږ چپ نه شو پاتې کېداى.))
د نوموړي جومات ملا امام مولوي محمد حبيب شينواري پژواک اژانس ته وويل، چې د غصب مسئله يې رييس سره شريکه کړه، خو هغه ورسره دومره بده رويه وکړه ، چې نور يې خبرو ته پرېنښود.
هغه زياته کړه: ((زه حيران يم چې پخپله رييس د غاصبينو ننګه کوي.))
د حج او اوقافو رياست اجراييه مدير يونس مدني پژواک اژانس ته وويل، چې له نوموړي رييس سره د رياست د کارکوونکو شخصي مشکل نشته ، خو هغه په رياست کې د ديني علماوو سپکاوى کوي او تل يې هڅه کړې، چې خپل شخصي ملګري مقرر کړي.
دى وايي، رييس هڅه کوي، چې پخواني کارکوونکي له دندې ګوښه او خپل ملګري مقرر کړي.
د ننګرهار يوه ديني عالم، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د حج او اوقافو رييس مولوي فضل الله يو شمېر کتابونه له ايرانه راوړي او دلته يې پر يو شمېر خلکو وېشلي دي.
خو د حج اوقاف رييس مولوي فضل الله وايي، چې په ننګرهار کې د څو تنو علماوو اعتراض د ټولو علماوو نظر نه شي کېدلى او دى پر خپل ځان لګيدلي تورونه ردوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې د جومات د غصب مسئله دده له راتګ څخه مخکې وه، ده تعقيب کړې او اوس هم پرې کار روان دى.
د نوموړي په وينا، که چېرې ديني علماوو پرې لګولي تورونه ثابت کړل،دی تيار دی،چې پرې قانون تطبيق شي،خو نوموړي ټينګار وکړ ، چې دا د ده پر وړاندې يوه دسيسه ده.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې ياده ستونزه ولايت ته هم رسېدلې او معترضينو په دې اړه والي سره خبرې هم کړې دي.
هغه زياته کړه، چې والي هڅه کوي، دې کار ته يوه قانوني د حل لاره پيدا کړي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP