Language

د کندهار د ولايتي شورا اړوند د ٦٨ مرکزونو رايې قرنطين شوي

کندهار (پژواک ١٨ غويى ٩٣): په کندهار کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، چې د ولايتي شورا د کانديدانو اړوند د ثبت شوو شکايتونو د څېړلو لړۍ يې پيل کړې او تر دې مهاله يې د ٦٨ مرکزونو رايې قرنطين کړې دي.

د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون مشر مړوند وزيري پژواک خبري اژانس ته وويل، د کندهار د ولايتي شورا د کانديدانو اړوند ورسره ٧٤ شکايتونه ثبت شوي، چې له دې ډلې ١٦ يې د پوليسو په اړه او پاتې يې د ټاکنو د کمېسيون د کارکوونکو او نورو په اړه دي، چې د مشخصو کانديدانو په ګټه يې سرغړونې کړې دي.

دى وايي، د شکايتونو د څېړلو لړۍ د ټاکل شوو اصولو له مخې، د کانديدانو  د ناظرينو، د فيفا د څارونکو، مدني ټولنو او رسنيو پر وړاندې پيل شوي، چې تر يوې اونۍ به دوام وکړي.

وزيري زياته کړه، تر دې مهاله د ثبت شوو شکايتونو پر بنسټ د ٦٨ مرکزونو رايې قرنطين شوي، چې د بېلابېلو ولسواليو اړوند دي او ټولټال ٣١٤ محله کېږي.

د ده په خبره، د قرنطين شوو رايو بيا شمېرنه به د ټاکلو اصولو له مخې په ډېره شفافه توګه تر سره کوي.

بل خوا د کندهار د ولايتي شورا کانديدان وايي، که څه هم د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د شکايتونو د څېړلو پر مهال د هغوى ناظرين ورغوښتي، خو اړوند معلومات نه ورکول کېږي.

د کندهار ولايتي شورا کانديد حاجي اغا لالي دستګيري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څارونکي د همدې لپاره دي، چې د شکايتونو د څېړلو پر مهال بايد اړين معلومات ورکړل شي، خو هغوى دا کار نه کوي.

نوموړي دغه راز له دواړو کمېسيونونو وغوښتل، په هغه صورت کې چې د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته ځي، نو د ولايتي شورا د کانديدانو پايلې بايد مخکې اعلان شي.

دى وايي، په دې اړه شاوخوا ٣٠  کانديدان د ولايتي شورا د غونډو په تالار کې راغونډ شوي وو او ټولو همدا غوښتنه کوله.

د ده په باور، که کمېسيونونه د ولايتي شورا د ټاکنو پايلې د ولسمشرۍ له دويم پړاو ټاکنو څخه مخکې اعلان نه کړي، نو پر اړوندو ادارو به د هغوى باور له منځه لاړ شي.

دستګيري وويل: ((موږ ځکه تر دويم پړاو ټاکنو مخکې د ولايتي شورا د ټاکنو د پايلو اعلانول غواړو، چې که د ولسمشرۍ د دويم پړاو په ټاکنو کې هر څوک واک ته رسېږي، نو د ولايتي شوراګانو پر پايلو به ضرور اغېز پرېباسي.))

خو د کندهار ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير عبدالهادي داوري، د ولايتي شورا د کانديدانو غوښتنې پر ځاى نه ګڼي او وايي، چې هغوى له مهالوېش سره سم خپلې چارې مخ ته وړي.

هغه زياته کړه، دغه مهالوېش تر ټاکنو يو کال وړاندې تصويب شوى او که چېرې پايلې له ټاکل شوې نېټې مخکې اعلان شي، نو سرغړونه شمېرل کېږي.

په کندهار کې د ولايتي شورا اړوند ثبت شوي ټاکنيز شکايتونه، تر هغه وروسته څېړل کېږي چې د ولسمشرۍ د کانديدانو د اړوندو شکايتونو څېړنه پاى ته رسېدلې ده.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، په کندهار ولايت کې د ولسمشرۍ د کانديدانو اړوند ټول ثبت شوي شکايتونه ٩٨ وو، چې د څېړنې کار يې په مرکز کې بشپړ شوى دى.

چارواکي وايي، د شکايتونو او شکونو پر بنسټ يې د ولسمشرۍ اړوند د ٩٩ مرکزونو رايې قرنطين کړي، چې هم د کندهار ښار او هم د ولسواليو وو.

د کندهار د ولايتي شورا لپاره د ٧ ښځو په ګډون شاوخوا ٨٠ تنو ځانونه کانديد کړي وو، چې شل سلنه يې نوي ځوانان او پاتې نور يې د ولايتي شورا پخواني غړي، قومي مشران او مخور دي.

د کندهار ولايتي شورا ١٥ غړي لري، چې ١١ يې نارينه او ٤ تنې يې ښځې دي، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، ښايي دغه شمېره ١٩ تنو ته پورته شي، چې ١٥ تنه به يې نارينه او ٤ به يې ښځې وي.

Related Topics