Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملي دفاع وزارت د طالبانو  د عملياتو اعلاميه  پروپاګنډ وبلله

کابل ( پژواک، ١٨ غويى ٩٣ ) : د ملي دفاع وزارت د وسله والو طالبانو وروستۍ اعلاميه يواځې پروپاګنډ وباله او خلکو ته يې ډاډ ورکړ، چې ملي ځواکونه د هر ډول ګواښونو د شنډولو وړتيا لري.

وسله والو طالبانو د غويي په ١٨مه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې د غويي له ٢٢مې نېـټې څخه به په ټول هېواد کې د خيبر په نامه نوي پسرلني عمليات پيلوي.

په خبرپاڼه کې دوى ګواښنه کړې، چې ددې عملياتو پر مهال به کورني او بهرني پوځي او ملکي کارکوونکي په نښه کوي.

خو د ملي دفاع وزارت وايي، چې د طالبانو له خوا اعلان شوي عمليات تش په نامه تبليغات او  د پروپاګنډ بڼه لري، نور هېڅ نه دي.

د ياد وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې  تر دې مخکې هم طالبانو د خالد بن وليد په نامه د عملياتو اعلاميه خپره کړې وه، خو په ټول هېواد کې له سختې ماتې سره مخامخ شول.  

سرچينې زياته کړې، چې په تېرو ټاکنو کې ميليونونه افغانان له کومې وېرې پرته د رايو مرکزونو ته په تګ سره وسله والو طالبانو ته د (نه) ځواب ورکړ.

د ملي دفاع وزارت ويلي ، چې له تېر کال راهيسې په ټول هېواد کې د عملياتو قومانده د ملي ځواکونو پر غاړه ده او بهرنيان په عملي توګه په جګړه کې برخه نه اخلي.

د سرچينې په وينا، په دغه موده کې د افغانستان ملي ځواکونو ډېرې لاسته راوړنې لرلې او وسله والو مخالفينو ته يې په مختلفو برخو کې نه جبرانېدونکې ماتې ورکړې دي.

د ملي دفاع وزارت ويلي، چې له دغو ماتو وروسته وسله والو مخالفينو پر تبليغاتو او پروپاګنډ لاس پورې کړى ، خو ددوى له ګواښونو سره سره افغانان  د رايو مرکزونو ته  لاړل او خپلې رايې وکارولې.

 

په خبرپاڼه کې راغلي : (( لکه څرنګه چې ولس پخپلو ملي ځواکونو ډاډه دى، ملي ځواکونه کولى شي، دوسله والو مخالفينو هر ډول حرکت او ګواښونه شنډ او له منځه يوسي  او حالات په خپل کنټرول کې وساتي.))

د ملي دفاع وزارت د طالبانو ياده اعلاميه تش پروپاګنډ ګڼلې او خلکو ته يې ډاډ ورکړى، چې ملي ځواکونو د (فتح) په نامه عمليات پيل کړي او وسله والو مخالفينو ته اجازه نه ورکوي، چې حالات ګډوډ کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.