ښرنه-لښکرګاه (پژواک،١٨غويى٩٣):امنيتي چارواکي وايي، چې په بېلابېلو عملياتو او پېښو کې د ملي اردو ٤ سرتېري او د٢ پاکستانيو په ګډون ٩ تنه وسله وال وژل او ٥ ټپيان دي.
چارواکي وايي، چې تېره شپه يې د پکتيکا په برمل او د هلمند په ګرشک ولسواليو کې ددولت د وسله والو مخالفينو پرضد عمليات ترسره کړي دي.
په پکتيکا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د دويمې لوا قوماندان بريد جنرال عبدالواسيع ميلاد د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل،چې تېره شپه يې د يو لړ عملياتو پر مهال د ٢ پاکستانيو په ګډون ٦ تنه وسله وال ووژل او ٥ يې ټپيان کړل.
زياته کړه: ((دغه وسله وال د برمل ولسوالۍ د سپرغره سيمې ته د کرښې له اخوا راوښتي وواو د بريدونو پلان يې درلود، د سيمو خلکو يې مخه نيولې او شړلي يې وه، موږ خبر شوو ، عمليات مو پرې وکړل او ټول يې ووژل شول.))
قوماندان وايي، چې په دغو عملياتو کې يې زياتې وسلې هم نيولې دي.
بله خوا د هلمند چارواکي وايي، چې په بېلابېلو پېښو کې يې درې وسله وال وژلي او شپږ تنه يې نيول دي.
په دې ولايت کې د۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په ١٨مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه درې تنه يې د ګرشک ولسوالۍ په بېلابېلو سيموکې د عملياتو پر مهال وژلي دي.
همدارنګه د يادې قول اردو د درېيمې لوا د شپږم کنډک قوماندان ډګروال سحرګل پژواک ته وويل، چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې شپږ تنه نيولي، چې دوه طالبان، دوه غله او دوه تنه نور يې قاچاقبران دي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
په ورته مهال د ملي دفاع وزارت وايي، چې څلور سرتېري يې د ماين چاودنو په پېښو کې وژل شوي دي.
د غويي په ١٨مه ددغه وزارت له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا سرتېري يې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې به بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP