جلال اباد (پژواک١٨غويى٩٣): په ختيځ ولايت ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د درمل جوړونې يوې لويې فابريکې خپلې چارې پيل کړې.
د ابوار په نوم د درمل جوړولو دغه فابريکه د غويي په ١٨مه، په جلال اباد ښار کې په داسې په خپل فعاليت پيل وکړ، چې د پرانيستې په مراسمو کې يې ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.
د دغې فابريکې مسوول ډاکټر عزيز احمد عزيزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده فابريکه يې د جلال اباد ښار په شپږمې ناحيې کې د ٥٧،٧ ميليونو افغانيو په پانګونه جوړه کړې، چې کابو ١١٠ تنو ته يې د کار زمينه په کې برابره کړې ده.
ده زياته کړه: ((له يوې خوا خلکو ته د کار زمينه برابره شوه او له بله خوا موږ باکيفيته درمل جوړوو.))
د عزيزي په خبره، دا فابريکه دا مهال د عامې روغتيا وزارت په اجازې ١٥ قلمه درمل جوړوي، خو په پام کې لري، ډېر ژر د نورو درملو جوړولو له لارې خپلې فابريکې ته پراختيا ورکړي.
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال هم، د يادې فابريکې پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې په ننګرهار ولايت کې د دې فابريکې جوړېدل د پرمختګ زېرى له ځان سره لري.
هغه زياته کړه، د ولايت مقام چې څومره وسه کېږي، د دغې فابريکې د ستونزو په هوارولو کې به يې ونه سپموي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب کامه وال هم په روغتيايي برخه کې د يادې فابريکې جوړېدل، لويه لاسته راوړنه بولي او زياتوي، د دې فابريکې د درملو په کيفيت به د دوى څارنه له هر څه وړاندې وي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ دغه فابريکې ته ډېره هيله مندي لرو، چې له دې به په نورو ولاياتو کې هم خلک زده کړه وکړي او فابريکې به جوړې کړي.))
ده يو ځل بيا د يادې فابريکې پر مسوولينو غږ وکړ، چې د درملو کيفيت ته دې ډېر زيات پام وکړي.
د يادې فابريکې مسوولينو هم، له چارواکو سره ژمنه وکړه چې تر خپله وسه، وسه به د درملو په ښه کيفيت جوړولو کې هڅه کوي.
ياده دې وي چې دا لومړى ځل دى، چې له تېرو څو لسيزو جګړو وروسته د هېواد په ختيځ کې د درملو يوه فابريکه خپلې چارې پيلوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP