Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اى سي سي نړيوال جام ته د تياري په موخه افغانستان ته نړيوال روزونکى وټاکه

کابل ( پژواک، ١٩ غويى ٩٣ ) : د کرکټ نړيوالې شورا اعلان کړى، چې وتلى روزونکى ډېو واټمور به د٢٠١٥ کال د نړيوال جام تياريو لپاره له افغان لوبـډلې سره مرسته کوي.

ټاکل شوې ده، چې د يو ورځني کرکټ نړيوال جام سيالۍ د ٢٠١٥ زېږديز کال په فرورۍ مياشت کې په استراليا او نيوزيلينډ کې په ګډه ترسره کړي.

دې سياليو ته د لومړۍ درجې هېوادونو ترڅنګ افغانستان، ايرلينډ، سکاټلينډ او د متحده عربي اماراتو لوبډلو هم لاره موندلې ده.

په دوبۍ کې د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې ډيو واټمور به د نړيوال جام دتياريو په لړ کې د يادو څلورو هېوادونو لوبـډلو سره مرسته کوي.

سرچينې زياته کړې ، چې واټمور د روزنې په برخه کې پراخه تجربه لري او تر دې مخکې يې د پاکستان، بنګله دېش او سريلانکا د ملي لوبـډلو د روزونکي په توګه پاتې شوى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي ، چې واټمور به د کرکټ د نړيوالې شورا د لوړو مهارتونو له مسوولينو سره په يو ځاى  يادو لوبډلو ته مشورې ورکوي او د روزنې په برخه کې به ورسره همکاري کوي.

اى سي سي ويلي ، چې واټمور به راتلونکې اونۍ خپله نوې دنده په سکاټلينډ کې پيلوي، چېرته به چې هغه د اړوندو لوبـډلو له ملي روزونکو سره ليده کاته پيل کړي.

واټمور ويلي : (( زه په دې نوې تاريخي دندې خوښ يم، د کرکټ ددويمې درجې هېوادونو لوبـډلې حيراوونکې وړتياوې لري ، زه به هڅه وکړم، چې په راتلونکو لسو مياشو کې دغو لوبـډلو سره مرسته وکړم.))

د افغانستان ملي روزونکي کبيرخان ويلي چې که څه هم دوى د نړيوال جام لپاره د تياريو او تمريناتو يو قوي  مهال وېش جوړ کړى ، خو په دې برخه کې يې د واټمور ټاکنه يې ګټور ګام بللى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ د لوړو مهارتونو مسوول بشير ستانکزي پژواک اژانس ته وويل ، چې د واټمور ټاکل به دافغانستان د ملي لوبډلې په روزنه کې ډېره ګټوره ثابت شي.

هغه زياته کړه، چې واټمور د سيمې ددرېيو هېوادونو روزونکى پاتې شوى او ددې سيمې د لوبغاړو له وړتياوو او استعدادونو څخه خبر دى.

ستانکزي وويل ، دافغانستان کرکټ بورډ پلان لري ، چې په متحده عربي اماراتواو استراليا کې روزنيز کمپونه په لاره اچوي او واټمور به په دې هېوادونو کې له ملي لوبډلې سره له نږدې مرسته کوي.

د هغه په وينا، دغه راز هغه به د ملي لوبډلې ملي روزونکي، مدير او د لوړو مهارتونو مسوولينو ته هم مشورې ورکوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.