تالقان (پژواک١٩غويى٩٣): د شمال او شمال ختيځو ولايتونو د تکواندو په سياليو کې د تخار لوبډلې وکولى شول ، چې لومړى مقام ترلاسه کړي .
د افغانستان د تکواندو فدراسيون غړي روح الله موسوي د غويي په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دغه سيالۍ څو ورځې وړاندې پيل شوې وې او نن پاى ته ورسېدې .
د هغه په وينا ، په دې سياليو کې تخار ۹ د سروزرو، ۸ د سپينو زرو ، ۲ د برونزو، بغلان ۴ د سروزو، ۲د سپينو زرو، ۳ د برونزو او کندوز ۲ د سرو زرو، ۲ د سپينو زرو او يو د برونزو مډالونه ترلاسه کړل، چې په ترتيب سره تخار لومړى ، بغلان دويم او کندوز درېيم ځاى خپل کړ .
د تخار ولايت د اولمپيک مشر نقيب الله جليلي وويل: (( دا د تخار لپاره لويه لاسته راوړنه ده ، په دې سره به د تخار لوبغاړي تشويق شي او سپورټ به هم ورسره وده وکړي . ))
د هغه په وينا، د تکواندو د دې سياليو اساسي موخه د غوره لوبغاړو ټاکل و .
د ده د معلوماتو له مخې، څه موده وروسته په کابل کې د ولايتونو په کچه د تکواندو سيالۍ ترسره کيږي او هغه لوبغاړي پکې ګډون کوي ، چې په ولايتي سياليو کې يې د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړي وي.
هغه زياته کړه : ((په کابل کې چې د تکواندو کومې سيالۍ ترسره کيږي له مخې يې ملي لوبډله ټاکل کيږي .))
داسې مهال په تخار کې د تکواندو سيالي ترسره کيږي ، چې په دې ولايت کې يو شمير لوبغاړي د ورزش لپاره د لازم ځاى له نه شتون څخه سرټکوي.