ايبک (پژواک ٢٠ غويى ٩٢): د کابل–مزار لويه لار، چې تېره ورځ د سېلاب له امله د سمنګان د حضرت سلطان او د بلخ د خلم ولسواليو په اړوند سيمو کې تړل شوې، لا هم تړلې پاتې ده.
دا مهال (له غرمې مخکې لس بجې) چې په يادو سيمو کې په داسې حال کې زرګونه کسان د لارې د خلاصېدو په تمه ولاړ دي، ځينې چارواکي وايي، په خُلم کې د خرابې شوې لارې پرانيستل کېدل شاوخوا شپږ ورځې کار ته اړتيا لري.
د سمنګانو د حضرت سلطان ولسوالۍ په “پزه فېروز نخچير” سيمه کې تېره ورځ سهار شاوخوا څلور بجې، د سيند اوبو چې د سېلاب له امله ډېرې شوې وې، د کابل-مزار د لويې لارې يوه برخه لاندې کړې او له امله يې دغه لار، چې سمنګان هم له مزار سره نښلوي، د ترافيکو پر مخ وتړل شوه.
د سمنګانو امنيه قوماندان محمداکرم بېکزاد، نن سهار په ياده سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سېلاب د بلخ ولايت د خُلم ولسوالۍ په تاشقرغان تنګي کې هم ١٥٠ متره سړک سخت خراب کړى او له امله يې لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
د پزه فيروز نخچير په سيمه کې دا مهال (له غرمې مخکې لس بجې) يو لوډر او يو سکواټور کار کوي، ترڅو له شاوخوا ١٥٠ متره سېلاب لاندې کړي سړک څخه خاورې لري کړي.
د سمنګان د فوايد عامه رياست مشر انجنير ضياء همايون وايي، چې د پزه فيروز نخچير سيمې ته دوه نور لوډر هم د ورسېدو په حال کې دي او ښايي دغه لاره نن تر مازيګره د موټرو تګ راتګ ته چمتو شي.
خو چارواکي وايي، چې له پزه فېروز نخچير سيمې د فيروز نخچير تر تنګي لاره هم سېلاب سخته خرابه کړې او له امله يې د سمنګانو مرکز ايبک ته هم د موټرو تګ راتګ نه شي کېداى.
د امنيه قوماندان پاسوال محمداکرم بېکزاد په وينا، کېداى شي په تاشقرغان تنګي کې سخت خراب شوى شاوخوا ١٥٠ متره سړک د روانې اونۍ تر پايه د موټرو تګ راتګ ته چمتو نه شي.
دى وايي، په پام کې ده، چې په فيروز نخچير سيمه کې د سړک تر جوړېدو وروسته، له دې سيمې هم لوډر او نورو وسايل تاشقرغان ته ولېږل شي، ترڅو د بلخ ولايت له خوا په کار اچول شويو وسايلو سره په ګډه د لارې د پرانيستو کار پر مخ بوځي، خو سره له دې هم له دې امله چې په ياد تنګي کې سړک ډېر خراب دى، د ژر پرانيستل کېدو امکان يې نشته.
هغو مسافرو چې د لارې د پرانستل کېدو په تمه ولاړ دي، تېره شپه په موټرو کې تېره کړې ده.
د غنچه ګل په نوم يوې ښځې د پزه فيروز نخچير په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له خپل مېړه او شپږو ماشومانو سره يې شپه په همدې سيمه کې په موټر کې تېرې کړې ده.
هغه وايي، چې له ځان سره يې خوراکي توکي نه لرل، خو په لاره کې بند پاتې ځينو مسافرو هغه خوراکي توکي له نورو سره شريک کړل، چې له ځان سره يې لرل.
دې او ځينو نورو مسافرو له حکومت څخه غوښتنه کوله، چې ژر دغه لاره خلاصه کړي، خو ځينې مسافر بېرته سمنګانو ته ګرځېدل او ځينو هم هڅه کوله، چې سېلاب زيانمنه کړې لارې پرېږدي او له بلې لارې دغه واټن پلى ووهي.
د زمري په نوم يوه تن په فيروز نخچير سيمه کې پژواک ته وويل، چې نن سهار پنځه بجې د تاشقرغان له تنګي څخه پلى روان شو او د “تکه زار” د غره له لارې تر څلور ساعته پلي مزل وروسته فيروز نخچير ته ورسېد.
څلور ورځې مخکې سېلاب د سمنګانو د “دره صوف پايين” ولسوالۍ په چپچل کوتل سيمه کې هم يو پول، چې شاوخوا ٥٥ متره اوږدوالى لري، نړولى او له امله يې د دره صوف – مزار لار د ټرافيکو پر مخ تړلې ده.
د دغو سېلابونو له امله نږدې دوه سوو تنو ژوند له لاسه ورکړ، سلګونه کورونه زيانمن شول او د ځمکو ډېر حاصلات هم له منځه ولاړل.
د يوه بل خبر له مخې، د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې د سېلابونو د راوتلو له امله څلور تنه مړه شوي او دغه راز کرنيزې ځمکې او باغونه يې زيانمن کړي دي.
د بلخ ولايت د بېړنيو پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس حاجي رحمت الله پژواک ته وويل، چې د دې ولايت په خلم ولسوالۍ کې د يوه ماشوم په ګډون څلور تنه مړه شوي دي.
ده زياته کړه، دغه راز د چمتال او چاربولک په ولسواليو کې زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او باغونه له منځه تللي دي.
د هغه په خبره، د بلخ ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د زياتو بارانونو او سېلابونو له امله په ١٣ کليو کې شاوخوا ١٠٠٠ کورونه ويجاړ شوي دي.