کندهار (پژواک،٢٠غويى٩٣): د کندهار يوه ملي سوداګر د دغه ولايت له ښوونځيو سره د ١٠٠ کمپيوټرونو او لمريزې برېښنا د وسايلو مرسته وکړه.
د کندهار د پوهنې رييس عزيز احمد خالد د غويي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کمپيوټرونو دغه مرسته د تواضع شرکت د مشر ملي سوداګر حاجي محمد صديق له خوا شوې ده.
هغه زياته کړه، دا چې د کندهار په ښوونځيو کې يې د کمپيوټر لېب جوړولو لړۍ پيل کړې ده، نو دغه کمپيوټرونه به هغو ښوونځيو ته ورکړل شي، چې کمپيوټر لېب (لابراتوار) نه لري.
دى وايي، تر دې مهاله يې د کندهار په ١٩ ښوونځيو کې کمپيوټر لابراتورونه جوړ کړي، خو دا چې کمپيوټرونه او نور وسايل يې کم دي، دغه راز مرستو ته سخته اړتيا ليدل کېږي.
خالد د کندهار له ملي سوداګرو مننه وکړه، چې د کندهار د پوهنې له بهير سره مرسته کوي او په دې برخه کې يې د يوه بل ملي سوداګر حکمت ښادمن يادونه وکړه، چې په ژيړۍ ولسوالۍ کې يې په خپل لګښت ښوونځى جوړ کړى دى.
نوموړي د پوهنې په برخه کې کيفيت او کميت د ښه کولو خبر ورکړ او ويې ويل، چې په نږدې راتلونکې کې به ګڼ شمېر ښوونځيو ته لابراتوارونه او کتابتونونه هم جوړ شي، ترڅو زده کوونکي د اړتيا پر مهال ورڅخه استفاده وکړي.
د تواضع شرکت مشر حاجي محمد صديق پژواک اژانس ته وويل، چې پر مرسته شويو کمپيوټرونو او د لمريزې برېښنا پر وسايلو ١،٥ ميليون افغانۍ لګښت راغلى دى.
هغه زياته کړه، له ښوونځيو سره يې د کمپيوټرونو مرسته د دې لپاره کړې، چې د کندهار زده کوونکي د کمپيوټر د زده کړې په برخه کې پرمختګ وکړي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د پوهنې د ودې په برخه کې به نورې مرستې هم کوي.