اسعداباد (پژواک ٢٠ غويى ٩٣): د کونړ امنيتي چارواکي وايي، پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا پر شيګل او دانګام ولسواليو د لرې واټن دېرش توغندي ويشتلي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غويي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريدونه له تېرې شپې راهيسې بيا د نن ورځې تر غرمې په وقفه يي ډول شوي دي.
سيدخېل وايي، چې ۲۴ بريدونه د دانــــګام ولسوالۍ په تبيله او خاره سيمو شوي او شپږ نور بريدونه د شيګل ولسوالــۍ د سنو پر سيمه شوي دي.
نوموړى وايي، په دواړو ولسواليو شوي توغندويي بريدونه د سر زيان نه لري خو خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي او همدارنګه ځنګلونه يې هم زيانمن کړي دي.
قوماندان وايي، چې په سيمه کې له خلکو سره وېره پيدا شوې او که د دغو بريدونو مخه ونه نيول شي نو ډېرې کورنۍ به بې ځايه شي.
د کونړ امنيه قوماندان وايي، په همدې اړه مو په تورخم کې د درې اړخيز کمېسيون چې له ايساف، پاکستان او افغانستان نه جوړ دى، خپل شکايتونه کړي خو تر اوسه يې پايله نه ده معلومه.