ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر تلاسيميا ناروغۍ کابو ٣زره کسان اخته دي

author avatar
10 May 2014 - 19:08
author avatar
10 May 2014 - 19:08

کابل (پژواک، ٢٠ غويى ٩٣): د تلاسيميا ناروغي نړيواله ورځ په داسې حال کې په کابل کې ونمانځل شوه، چې مسوولين د دې ناروغۍ د مخ پر زياتېدو اندېښنه څرګندوي.

د مې اتمه (د غويي ١٨مه) د تلاسيميا نړيواله ورځ نومول شوې، چې دا ورځ نن د عامې روغتيا وزارت له خوا د مينا روغتيايي خيريه موسسې په نوښت د کابل د ابن سينا په روغتون کې د يو شمېر چارواکو او هغو ماشومانو په ګډون، چې په دې ناروغۍ اخته دي، ونمانځل شوه.

د مينا موسسې مشرې نجم ثاقب نيازۍ په دې اړه وويل، اوسمهال په دې ناروغۍ اخته ماشومان زياتره د وينې او نورو اړينو درملو د نشتوالي له امله ژوند له لاسه ورکوي.

دې زياته کړه: “له بده مرغه چې په دې برخه کې نه افغان دولت او نه هم غير دولتي ادارې د پام وړ چارې ترسره کړې دي.”

د هغه په وينا، تراوسه پورې ١٥٠ کسان د تلاسيميا ناروغان له دوى سره ثبت او تر درملنې لاندې دي.

نوموړې وايي: “د تلاسيميا ناروغي په افغانستان کې مخ په زياتېدو ده، چې ستر لاملونه يې په خپلو خپلوانو کې ودونه کول، د صحي تعليماتو او د يادې ناروغۍ په اړه د معلوماتو نشتوالى دى:”

د عامې روغتيا وزارت د تلاسيميا د کنټرول رييس فهيم پيغام وويل، چې په افغانستان کې شاوخوا درې زره کسان په دې ناروغۍ اخته دي.

نوموړي له ملي سوداګرو او خيريه بنسټونو وغوښتل، چې د دې ناروغۍ په کابو کولو کې ورسره خپلې مادي او معنوي مرستې ونه سپموي.

هغه له ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول له ځوانانو هيله وکړه، چې پر تلاسيميا اخته ناروغانو ته وينه ورکړي، ځکه پر دې ناروغۍ اخته کسان زيات او دوى د وينې له کمښت سره مخ دي.

تلاسيمينا هغه ناروغي ده، چې ناروغان د خپل بدن وينه کموي او هغه ته بايد په مياشت کې يو يا دوه ځلې وينه ورکړل شي.

ډاکټران وايي، پر تلاسيميا د اخته کسانو درملنه د هډوکو د مغز د پيوند له لارې شونې ده، خو د دغه پيوند د جراحۍ عمليات په افغانستان کې نه شي ترسره کېداى.

د هغوى په وينا، د دغو عملياتو له تر سره کېدو پرته د تلاسيميا ناروغ له شلو کلونو ډېر عمر نه شي کولى.

 

 

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.