مزارشريف (پژواک ٢٠ غويى ٩٣): سويډن وايي، چې د افغانستان د راتلونکو لسو کلونو د پرمختيايي چارو لپاره يې ٢.٢ ميليارده ډالر مرسته ځانګړې کړې ده.
دغه څرګندونې په شمال کې د سويډن هېواد ارشد ملکي استازي يوناس وسټر ولوين په شمال کې د دغه هېواد د ولايتي بيارغونې ډلې د ماموريت د پاى ته رسېدو په مراسمو کې وکړې.
هغه وويل، چې نن يې په شمال کې د ولايتي بيارغونې ډلې ماموريت پاى ته ورسېد او چارې يې افغان پوځيانو ته وسپارل شوې.
ده وويل: ((په بلخ کې زموږ د “پي ار ټي” د ماموريت په خلاصېدو په افغانستان کې مو د مرستو لړۍ پاى ته نه رسېږي، موږ د افغانستان د راتلونکو ١٠ کلونو لپاره پرمختيايي پلان لرو او دې ته مو ٢.٢ ميليارده ډالره ځانګړي کړي ، چې ٣ سلنه برخه به يې په شمال کې لګوو.))
په بلخ کې د سويډن د ولايتي بيارغونې ډلې قوماندان ډګروال مايکل برنر وويل، چې په بلخ کې د ماموريت ډېره برخه کارونه، سلا مشورې او پرمختيا چارې وې.
ده وويل، چې په بلخ کې يې د سړکونو، کلينيکونو ، يو شمېر لرو پرتو سيمو د لارو او ښوونځيو په جوړولو کې مرستې کړې خو دقيق شمېر او ارقام يې وړاندې نه کړل.
برنر وويل: ((د بلخ په ” پي ار ټي ” کې د سويډن ٦٠٠ او د ليتوانيا، فنلنډ او ناورې هېوادونو نږدې ٢ سوه تنو سرتېري مېشت وو، چې د ټولو مشري يې د سويډن پر غاړه وه.))
د ده په وينا، د دغو سرتېرو له ډلې يو زيات شمېر بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي او ځيني يې په افغانستان کې نورو پوځي مرکزونو ته ولاړل.
دى زياتوي ، چې د شمال د ولايتي بيارغونې ډلې پوځيانو پر بلخ سربېره په سمنګان ، جوزجان او سرپل کې هم ماموريتونه ترسره کول.
د بلخ والي عطامحمد نور په ياده غونډه کې وويل، افغان ځواکونه اوس کولاى شي په يوازې سر د خپل هېوا ساتنه وکړي.
نور د ايساف او ناټو له ځواکونو مننه وکړه، چې له افغان پوځيانو سره يې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.
د يادولو ده، سويډن له ٢٠٠٦ کال راهيسې په بلخ کې د ولايتي بيارغونې ډلې مشري پيل کړه، چې تر اوسه يې په دغه ولايت کې٥ سرتېري وژل شوي او ٣١ نور يې ټپيان شوي دي.