Language

په ګيلان کې د پاکستانيانو په ګډون ٨٦ وسله وال وژل شوي

غزني (پژواک٢٠ غويى ٩٣): افغان چارواکي وايي، د غزني د ګيلان په عملياتو کې له تېرو دريو ورځو راهيسې د ٣٢ پاکستانيانو په ګډون ٨٦ وسله وال وژل شوي او٦٣ نور ټپيان دي خو طالبان بيا دا ادعا ردوي.

چارواکي وايي، د “فيروز” په نوم دغه پوځي عمليات له تېرې اونې را په دېخوا د يادې ولسوالۍ د ملا جانان، سپين غونډۍ، حسن کلا او پردل په سيمو کې پيل شوي او تر اوسه روان دي.

تېره پنجشنبې د يادو عملياتو پر مهال د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ د نښتې خبر هم ورکړ شو، چې ځايي چارواکو يې له امله د ٢٠٠ ځايي خلکو د کډه کېدو پخلى وکړ.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دريمې لوا وياند نظيف الله سلطانې د غويي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په دغو عملياتو کې ۸۶ وسله وال وژل شوي او ۶۳ نور ټپيان دي.

 سلطاني وايي، عمليات لا هم روان دي، چې له امله يې د پُردل، ملاجانان او سپين غونډۍ سيمې له وسله والو پاکې شوې دي.

د ګيلان ولسوال محبوب الله سباوون پژواک ته وويل، چې په سيمه کې پيل شوو عملياتو ښه نتيجه ورکړې ده.

ولسوال د جګړې له امله د بې ځايه شوو خلکو په اړه وويل: ((هغه کسان چې کډې يې کړې وې، يو شمېر يې بېرته خپلو کورونو ته راستانه شوي او نور به هم ډېر ژر بېرته راوګرځي.))

د سيمې خلک مني، چې له تېرو ورځو راهيسې په يادو سيمو کې وضعيت ښه شوى او د امنيتي ځواکونو پيل کړي عمليات لا هم روان دي.

د پُردل سيمې يوه اوسېدونکي حميدالله پژواک ته وويل: ((عملياتو ګټه وکړه، خو ملکي خلک په کې ډېر وځورېدل، زياتو کورنيو کډه کړې ده او تر اوسه بېرته نه دې راستنې شوې.))

 

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپره کړې يوه خبرپاڼه کې بيا د لسو وسله والو د مرګ ژوبلې پخلى کړى او تر څنګ يې ادعا شوې، چې طالبانو په ګيلان ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال په سلګونو افغان سرتېري وژلي او څو پوځي موټر يې هم ترې نيولي خو ولايتي چارواکي دا ادعاوې بې بنسټه بولي.