Language

کندهار کې پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګي بريدونه شوي

کندهار (پژواک٢٠ غويى ٩٣): د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې پر ايساف ځواکونو غبرګ ځانمرګي بريدونه شوي، چې د چارواکو په وينا، کوم زيان نه لري.

پېښه نيم ساعت وړاندې (شاوخوا درې نيمې بجې) د ميوند ولسوالۍ مرکز ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د کندهار ولايت سرپرست وياند دواخان مينه پال د غويي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته د ماسپښين په درې نيمو بجو په ميوند ولسوالۍ کې د ايساف پر موټريز کاروان پر يو وخت دوه ځانمرګي بريدونه شوي دي.

هغه زياته کړه، يو بريد د ټونس موټر او بل د يوه موټرسايکل په وسيله داسې مهال شوي، چې د ايساف موټريز کاروان تېر شوى و.

د نوموړي په وينا، په دغه بريد کې نه بهرنيو ځواکونو او نه هم ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دى وايي، د پېښې د لا زياتې پلټنې لپاره پوليس سيمې ته لېږل شوي دي.

د ميوند ولسوال حاجي عبيدالله هم وايي، پر ايساف ځواکونو دوه غبرګ ځانمرګي بريدونه شوي، خو هېڅ مالي او ځاني زيان يې نه دى اړولى.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په پېښه کې يواځې ځانمرګي بريدګر له خپلو وسايطو سره يو ځاى له منځه تللي دي.

د ميوند ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي هم وايي، چې د دوو غبرګو قوي چاودونو غږونه يې اورېدلي، خو په اړه يې نور معلومات نه لري.

د دې پېښې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى او د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په يادو دوو بريدونو کې يې ١٥ بهرنيان وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.