کندوز (پژواک ٢٠ غويى ٩٣): ځايي چارواکي په کندوز ولايت کې د څلورو ماين جوړوونکو په ګډون د ١٠ وسله والو د وژلو خبر ورکړ.
په کندوز کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د دويمې لوا مطبوعاتي مسوول جګړن غلام حضرت کريمي وايي، چې څلور وسله وال مخالفين د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې په دشت ارچي ولسوالۍ کې وژل شوي او دوه پوليس ټپيان دي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د “ذولفقار١” په نوم عمليات له تېرې ورځې راهيسې د ملي اردو، پوليسو او ملي امنيت له لوري پيل شوي او ټاکل شوې، چې د پنځو ورځو لپاره دوام وکړي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني وويل، چې په دغو عملياتو کې شپږ وسله وال مخالفين ټپيان دي او د نهر شهروان، دفتاڼي او سرفراز غوڼدۍ په ګډون پنځه کلي له وسله والو نيول شوي دي.
د دفتاڼو کلي يوه استوګن غلام نبي وويل، چې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ خال خال ډزې روانې دي.
هغه زياته کړه، چې تر اوسه خلکو ته زيان نه دى رسېدلى، خو اندېښمن دي، ځکه وېرېږي او په کروندو کې کار نه شي کولى.
غلام نبي زياته کړه: ((چاڼيز عمليات زموږ د سيمې امنيت ته مهم دي او اړينه ده، چې دواړه لوري د خلکو ژوند په پام کې ونيسي او کوښښ وکړي، چې خلکو ته زيان ونه رسېږي.))
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې د دولت د دغو عملياتو په غبرګون کې يې په دشت ارچي ولسوالۍ کې ٢٠ دولتي ځواکونه وژلي او ١٢ نور ټپيان دي.
نوموړي د دوو طالبانو د وژل کېدو او د پنځو نورو د ټپي کېدو پخلى هم وکړ.
په يوه بله پېښه کې بيا د کندوز په چهار درې ولسوالۍ کې هم څلور وسله وال وژل شوي دي.
د کندوز امنيې قوماندانۍ وياند وويل، يو شمېر وسله وال مخالفين په کولابي کلي د استوګنې په يوه کور کې د ماين پر جوړولو بوخت وو، چې امنيتي ځواکونو پرې بريد وکړ او د هغوى د قوماندان شاه رحمن او د ملا زمري په نومونو د ماينونو د يوه ماهر په ګډون څلور کسه له منځته ولاړل.
سرچينه زياتوي، چې په دغه بريد شپږ نور وسله وال ټپيان دي.
د هغه په خبره، چې دوو وسله والو طالبانو هم د چهاردرې په ماماخېل سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه پوسته بريد کړى و، چې په ځوابي ډزو کې ووژل شول، خو پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP