غزني (پژواک ٢١ غويى ٩٣): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ولسي وګړو پر موټر د ماين چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او پنځه نور ټپيان دي.
د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسي وال د غويي په ٢١مه پژواک ته وويل، چې دا پېښه نن لس نيمې بجې د ابراهيم خېلو په سيمه کې رامنځته شوه او تر هغې څو شېبې وروسته په ياده سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه کرولا موټر بله چاودنه هم وشوه.
ولسوال وويل: ((لومړۍ چاودنه پر تونس موټر وشوه، چې ٢ تنه په کې ووژل شول او ٥ ټپيان شول، وروسته يو کرولا موټر چلوونکي د پېښې ټپيان په موټر کې واچول او روغتون ته يې وړل، مخکنۍ پېښې ته په نږدې سيمه کې پرې چاودنه وشوه، خو تلفات يې نه لرل.))
هغه وايي، چې د پېښې ټپيان د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي دي.
د ديسي وال په وينا، يادې ولسوالۍ ته په دې وروستيو کې د پاکستانيانو په ګډون بهرني وسله وال ورغلي، چې په لويو لارو کې ماينونه ځاى پر ځاى کوي.
د يادولو ده، چې د وري په ١٩مه هم د اندړو په ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله يو ماشوم ووژل شو او د يوې نجلۍ په ګډون ٣ نور ملکي کسان ټپيان شول.